Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دولت له اډانې د ښځو پر نه حذف کېدو ټينګار

د تېر حکومت د مُلکي خدمتونو د ښځينه کارکوونکي یوه ډلې، نن چهارشنبې (د مرغومې په ۲۲مې) کابل کې په یوې غونډه کې له اسلامي امارته وغوښتل چې ښځې د دولت له اډانې حذف نه کړي.

دغه مېرمنې ادعا لري چې د تېر حکومت د ملکي خدمتونو کابو ۲۸ سلنه ښځې بې کاره شوې دي.

د غونډې ګډونواله فروزان امیري وايي:«موږ د ملکي خدمتونو ښځينه کارکوونکې د افغانستان د دولت او ادارو د ۲۸ سلنې په توګه د ۲۰۲۱ کال د اکسټ په ۱۵مه نېټه د افغانستان سلامي جمهوري نظام له پاشل کېدو او د طالبانو له واکمن کېدو سره ستر زیانونه لیدلي دي.»

د دغو مېرمنو د پرېکړه لیک په یوې برخه کې راغلي دي: 

د معمول په توګه د کار ځای ته یې د ښځو د حضور اجازه، د دولت په پرېکړو په ځانګړې توګه د ښځو د برخلیک په هکله پرېکړو کې د ښځو معنا داره حضور، د ښځو د ګډون د زیاتوالي او د دولتي ادارو په رهبري او مسلکي بستونو کې د ښځو د ونډې او رول د پياوړتیا لپاره د مشخصې پالیسۍ تدوین، د ښځو د بستونو له تنقیص یا تعدیل مخنیوی، د ښځو د ملاتړو قوانینو پر مطابق د ښځو لپاره د امن کاري چاپېریال رامنځته کول.
  
د ملکي خدمتونو په برخه کې د ښځو د ملاتړ رییسه خجسته الهام وايي:«د ښځو اندېښنه په مُلکي خدمتونو کې یې کاري برخلیک دی تاسې پوهېږئ چې د مُلکي خدمتونو بنسټ یو خپلواکه او غیر سیاسي هغه دی او د مُلکي خدمتونو ۲۸ سلنه کاري ځواک ښځې جوړ وي او د اګسټ له ۱۵ مې نېټې دغه مېرمنې په بې برخلیکۍ کې دي او دا زموږ د اندېښنې لامل شوی دی. »

خو د اسلامي امارت چارواکي وایي چې تر اوسه د حکومت له اډانې د ښځو د اېستلو په تړاو هېڅ پرېکړه نه ده شوې، خو په دولتي ادارو کې د ښځو د کار په تړاو خبرې روانې دي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«که څه هم دننه په ادارو کې د ښځو د کاري فعالیت په هکله تراوسه موضوع تر بحث او څېړنې لاندې ده او له څېړنو وروسته که چېرې په ټولو ادارو کې د ښځو حضور ته اړتیا ولیدل شي په هماغه بست او په خپلو هماغو دندو به کار وکړي.»

د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته، هغه مېرمنې چې په مخکیني حکومت کې یې کارکاوه، په کور ناستې دي. او له نږدې پنځو میاشتو راهیسې له بې برخلیکۍ سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه