Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راپور: اسلامي امارت د مسلکي کارکوونکو له کمښت سره مخ دی

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې اسلامي امارت د مسلکي کارکوونکو له کمښت سره مخ دی او دا چې د افغانستان ډیری اوسني چارواکي د کار کولو لپاره اړین تخنیکي مهارتونه نلري.

په راپور کې راغلي چې د اسلامي امارت مامورین ډېری هغه ملایان دي چې د پاکستان په حقانيه مدرسه کې روزل شوي دي. په راپور کې راغلي: "طالبان د کارکونکو ستونزې لري، دوی له پاکستان نه مرسته غواړي، د پخوانیو سرتیرو او هغو کسانو چې په پاکستان کې په ارامه ژوند کوي ملاتړ کوي، خو دوی ټول د کار کولو لپاره اړین تخنیکي مهارتونه نه لري ډیری ملایان د حقاني دارالعلوم څخه فارغ شوي دي، چې د پاکستان یو له پخوانیو او لویو دیني مدرسو څخه ده."

په همدې حال کې د اسلامي امارت یوه جګپوړي چارواکي دغه ورځپاڼې ته ویلي، دوی هڅه کوي چې له نورو هېوادونو څخه تجربه لرونکي او مسلکي افغانان افغانستان ته د خدمت لپاره را وبولي. د هغه په ​​وينا، د افغانستان په دولتي ادارو کې شته ننګونې د تېر حکومت د پراخ فساد ريښه ده.

د سرتیرو د روزنې لپاره د امارت د رهبرۍ شورا لوړپوړي غړي وحیدالله هاشمي وویل، "په تېر حکومت کې د فساد له امله د کارکوونکو ستونزې رامنځ ته شوې دي. موږ د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له یو شمېر افغانانو سره په تماس کې یو او هغوی هڅوو چې بېرته افغانستان ته ستانه شي، ځکه موږ د هغوی مرستې او تخصص ته سخته اړتیا لرو چې له خلکو او حکومت سره مرسته وکړي."

خو د تېر حکومت له نسکورېدو راوروسته لسګونه زره افغانان، چې ډېری یې ځوانان او د تېرو شلو کلونو اغېزمن شخصیتونه وو، له هېواده تښتېدلي دي.

له پرله پسې زنګونو سره سره د نیویارک ټایمز راپور ته د اسلامي امارت د ویاندویانو ځواب مو ترلاسه نه کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه