Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو په هکله دې رپوټ ورکړل شي'

د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس اته ویشتو جمهوري پالو غړو په یوه لیک کې له پنټاګون نه غوښتې دي، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي تجهیراتو په تړاو د دغه هېواد کانګرس ته خپل راپور وړاندې کړي.
 
د امریکا د کانګرس د یو شمېر غړو د لیک یوه برخه راغلي دي:«د اطلاعاتو نشتوالي د دې مخه نیسي، چې کانګرس په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د لسګونه مېلیارده ډالرو په ارزښت پر پوځي تجهیزاتو په کره توګه څارنه وکړي او دغه کار زموږ ملي امنیت له زیانونو سره مخ کوي.»

د دغه راپور د خپرېدو لپاره وروستۍ موده، دوه اوونۍ وړاندې وه چې له همدې امله د کانګرس دغه استازي د پنټاګون له لوري د دغه راپور د خپرېدو پر ځنډولو نیوکه کوي.
              
د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي:«امریکا ټولې وسلې او تجهیزات چې محرمیت یې درلود، له ځان سره یوځای بهر ته اېستل دي. هغه وسلې او تجهیزات یې چې د افغانستان وسله وال پوځ ته یې ورکړئ وې، ټولې د وارداتي وسلو څخه وې.»
              
پخوانی پوځي ثمر سادات هم په دې هکله څرګندوي:«کومانډویانو هر یوه یې پرمختللې وسله په لاس کې لرله چې دا ډوله طالبانو ته پاتې ده او دا شمېر باید د اسلامي امارت په دفاع وزارت کې موجود وي.»

په دې لړ کې که څه هم اسلامي امارت تاییدوي چې په افغانستان کې د امریکا یو اندازه پوځي تجهیزات پاتې دي، خو د دقیقې اندازې په تړاو یې جزیات نه ورکوي.
         
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی څرګندوي:«یو اندازه امکانات یې له تګ څخه مخکې له مځه یوړل او یا یې هم په یوه ځای او بل ځای کې پټ کړي وو او د کابل پخوانۍ ادارې د ځينو چارواکو لاس ته ولېدلي وو، یو اندازه یې په پوځي مرکزونو کې پاتې وو چې د افغانستان د دولت په واکې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د یو شمېر چورلکو په ګډون ګاونډيو هېوادونو ته د پوځي تجهیزاتو د لېږد په تړاو رپوټونه خپاره شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه