Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ډیورنډ کرښې اوږد کې د اغزن مزي پر غځولو د پاکستان بیاځلې ټینګار

د ډیورنډ د فرضې کرښې په تړاو د کابل او اسلام آباد د ناندریو په لړ کې دا ځل د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په اسلام آباد کې په یوې غونډه کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن مزي پر بشپړولو ټینګار کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ۲۶۰۰ کیلومترو په اندازه د اغزن مزي غځول بشپړ شوي دي او پاتې نور به یې د اسلامي امارت له رضایت سره بشپړ شي.
         
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وايي:«د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تر ۲۶۰۰ کیلومټرو پورې د اغزن مزي غځول بشپړ شوي دي او یوازې ۲۱ کیلومټره اغزن مزی پاتې دی. د افغانستان او پاکستان پر پوله پاتې اغزن مزی د هغوی په خوښه بشپړېږي او هغوی زموږ وروڼه دي.»

بل خوا کابل د خبرو له لارې د ډیورنډ پر کرښه د اغزن مزي د غځولو د مسلې پر حل کېدو ټينګار کوي.
      
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«د افغانستان اسلامي امارت غواړي ټول مسایل په ځانګړې توګه د کرښو مسلې د خبرو اترو او ډيپلوماټیکو لارو څخه حل کړي. په دې برخه کې خبرو اترو ته چمتو یوو.»

تر دې وړاندې اسلامي امارت ته ځینو منسوبو قومندانانو په کونړ، ننګرهار او نیمروز ولایتونو کې د اغزن مزي کټارې وېجاړې کړې وې او پاکستان ته یې خبرداری ورکړی و، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن مزي له غځولو لاس واخلي.

د عدالت او پراختیا ګوند مشر سید جواد حسیني په دې هکله وویل:«که چېرې اسلامي امارت د اغزن مزي پر غځولو هوکړه وکړي په حقیقت کې د دغې کرښې په رسمیت پېژندل دي.»

سره له دې چې د ډیونډ کرښې په اوږدو کې د اغزن مزي غځول په ځلونو له مخالفت سره مخ شوي دي، خو پاکستني چارواکو ویلي دي چې د دې کرښې په اوږدو کې د اغزن مزي غځول ۹۴ سلنه بشپړ شوي دي. 

له دې ټولو سره سره کابل د خبرو له لارې د ډیورنډ پر کرښه د اغزن مزي د غځولو د مسلې پر حل کېدو ټينګار کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه