وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې ځینې بې‌ځایه شوي د کوچنیانو او بدن غړو پلورلو ته اړ شوي

یو شمېر کورنۍ چې د جګړو له کبله له سرپل، فاریاب، جوزجان او بلخ ولایتونو کې بې‌ځایه شوې وې او اوس د مزارشریف ښار په یوه پنډغالي کې ژوند کوي، وايي چې د خوړو کمښت، بې‌وزلۍ، اقتصادي ستونزو او بېلابېلو ناروغیو اړ کړي چې خپل ماشومان او پښتورګي وپلوري.

خو د دیني عالمانو او یو خیریه بنسټ په لارښوونه او مرسته د دې کسانو له دې کار څخه مخیوی شوی دی.

د دوی په خبره، هره کورنۍ له ۲ تر ۷ پورې کوچنیان لري او اړ دي چې د کورنۍ نورو غړیو د ژوندي پاتې کېدو لپاره، له دوی یو قرباني کړي.

د دې کورنیو په خبره، د هر کوچني بیه له ۱۰۰ تر ۱۵۰ زره افغانیو پورې او د هر پښتورګي بیه له ۱۵۰ تر ۲۲۰ زره افغانیو پورې ټاکل شوې ده.

له دې یوه کورنۍ چې په دې پنډغالي کې ژوند کوي، وايي: «له ستونزو سره مخامخ یوو، خپله عملیات شوی یم، څوک زموږ احوال نه‌ اخلي او په ستونزو کې راګیر یوو.»

یوه بله بې‌وزله کورنۍ وايي: «نږدې و دا زوی مې په ۱۵۰ زره افغانیو وپلورم. حاجي صاحب راغی راته یې وویل، مه یې خرڅوه، ګناه‌ لري.»

بل‌‌پلو د خریه بنسټ مسوولان له دې وضعیت څخه د خبریدو په تړاو وايي، د نغدي مرستو تر څنګ یې لس زره کورنیو ته تاوده خواړه چمتو او وېشلي او له پانګه‌والو او سوداګرو غواړي چې په اوسني وضعیت کې له دې کورنیو سره مرسته وکړي.

د یو خیریه بنسټ رییس محمد صادق قاسمي وايي: «یو شمېر خویندې د خپلو پښتورګو پلورلو ته چمتو شوې وې، ځینو یې لا وار له مخه پلورلې وې، ځینې داسې کورنۍ مې هم ولېدې چې خپل ماشومان یې پلورل، موږ په دې وتوانېدو چې له دوی سره مرسته وکړو.»

ورته مهال، یو شمېر دیني عالمان او د بلخ اوسېدونکي له نړیوالې ټولنې غواړي چې په دې شرایطو کې چې خلک د بې‌وزلۍ له کرښې لاندې ژوند کوي؛ له افغانستان سره بشرپاله مرستې چټکې او د افغانستان کنګل شوې پیسې هم راخلاصې کړي.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه