Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت په پسرلي کې د نجونو د ښوونځیو له پرانیستو خبر ورکوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشیټډپرس خبري اژانس سره په مرکه کې وايي چې نوی ښوونیز کال به په هېواد کې د نجونو د ټولو ښوونځیو له پرانیستو سره پيل شي.

ښاغلی مجاهد همدارنګه زیاتوي چې د زده کوونکو نجونو او هلکانو لپاره د جلا درسي ټولګیو کمښت د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو تر ټولو لوی خنډ دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«موږ د نجونو له زده کړو سره مخالف نه یوو؛ خو ځينې ستونزې شته چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه پر نویو طرحو کار کوي او هڅه دا ده چې تر راتلوونکي کاله دا ستونزې حل شي او په ټول هېواد کې ښوونځي پرانیستل شي.» 

یو شمېر زده کوونکې له زده کړو نه د محرومیت د دورې د پای ته رسېدو هرکلی کوي او وايي چې هیله منې دي چې دا ژمنې عملي شي.

  زده کوونکې بهاره وویل:«ډېرې ژمنې مو واورېدې، خو باید دغه ژمنې عملي شي. موږ د کورونا او وروستیو تحولاتو د پلمو له امله ښوونځي ته له تګه پاتې یوو.»

بله زده کوونکې ازاده هم وايي:«موږ د نجونو د ښوونځيو د ژر تر ژره پرانیستو غوښتونکي یوو او د دغې زمینه باید نوی حکومت برابر کړي.»    

د مخکیني حکومت په سقوط سره د نجونو د منځنیو ښوونځيو او لېسو تړل کېدل، له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شول، داسې چې لاهم په دې تړاو د غږونو پورته کېدل دوام لري.

له ډېرو غبرګونونو وروسته، په نهو ولایتونو کې له شپږم د پورته ټولګیو ښځينه زده کوونکو ښوونځیو ته د تګ اجازه ترلاسه کړه.

نړۍوالې ټولنې په ځلونو کابل پر ښځو د محدودیتونو له امله تر فشار لاندې راوستی دی او ان د اسلامي امارت د په رسميت پېژندلو لپاره یې یو وار له مخه شرط په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو بېرته پرانیستل بللي دي.
 
اسلامي امارت په راتلوونکي پسرلي کې په هېواد کې د ټولو ښځينه ښوونځیو له پرانیستو ډاډ ورکړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه