Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو د اعتراضونو دوام؛ کابل بیا هم د ښځو د لاریون شاهد و

د ښځو له لوري د لاریونونو په دوام، ځينو ښځو نن (یکشنبې د مرغومې په ۲۶مه) یو ځل بیا د خپلو حقونو د اعادې لپاره د کابل واټونو ته راووتې او په لاریون یې لاس پورې کړ.

دغه مېرمنې پر هغه څه چې د کابل په دشت برچي او خوشحال خان سیمو کې یې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د دوو ښځو وژل کېدل ګڼي، سخته نیوکه کوي.

دغه معترضانې زیاتوي،چې په بلخ کې تر اعتراضونو وروسته درې نورې مېرمنې نیول شوي او له ډېرې مودې راهیسې بندیانې دي چې باید له قید او شرط پرته خوشې شي.
 
 معترضه مدینه وايي:«موږ د دوو ښځو په خاطر چې په دې وروستیو کې وژل شوې دي او نورې ښځې چې له هېڅ ګناه پرته وژل شوې دي، لاریون کړی دی.»

بله معترضه طلوع نیوز ته څرګندوي:«تر هغې چې ژوندۍ وو او په بدن کې مو یو څاڅکی وینه وي، مقاومت کوو او جنګېږو. هغه مرمۍ چې د هزاره نجلۍ په ټټر لګېدلې، زما په ټټر لګېدلې ده.»

دغو مېرمنو د کابل له دهبوري څلورلارې د کابل پوهنتون تر دروازې پورې لاریون وکړ او له اسلامي امارت نه یې وغوښتل چې د ښځو د اساسي حقونو په تېره بیا د هغوی د زده کړې او کار د حق درناوی وکړي.

یوه له معترضانو وايي:«موږ غواړو چې د سړیو په څېر، تحصیلي، اقتصادي، ټولنیز او سیاسي حقونه ولرو. نړۍواله ټولنه باید زموږ غږ واوري، موږ د بې عدالتۍ په وړاندې غږ پورته کړئ دی.» 

یو شمېر معترضانې بې روزګاري او د خوراکي توکو د بیو لوړېدل د هېواد د خلکو پر وړاندې لویې ستونزې ګڼي او له نړۍوالې ټولنې غواړي،چې د دوی مرستې ته راودانګي.
 
که څه هم ځینې معترضې مېرمنې ادعا لري چې د امنیتي ځواکونو د دوی پر وړاندې اوښکې بهوونګي ګاز کارولې دي، خو اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي. بل خوا کابل وایي چې د شریعت په رڼا کې د ښځو د حقونو خوندېتوب ته ژمن دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه