Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د بشرپاله مرستو د وېش بهیر پیل

طبعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې وزارت د یونېسف په همکارۍ په کابل کې د بشرپاله مرستو د وېش لړۍ پيل کړه.

د دغه وزارت سرپرست مولوي محمد عباس اخند ۸۰۰ بې ځایه شویو کورنیو ته د مرستو د وېش پر مهال له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره خپلې بشرپاله مرستې زیاتې کړي.
       
پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست مولوي محمد عباس اخند څرګندوي:«دا پروګرام به جریان ولري، نن په دې سیمه کې، سبا په بله سیمه کې. موږ هڅه کوو چې په ښار کې داسې ځای پاتې نه شي چې هلته مرسته نه وي رسېدلې.»

یونېسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په افغانستان کې پر ناوړه اقتصادي وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې دغه بنسټ د روغتیا په تېره بیا پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې په برخه کې خپله همکاري زیاتوي.
   
په افغانستان کې د یونېسف د اړیکو د دفتر رییس سم مورټ وايي:«موږ حیاتي کڅوړې هغو ۸۰۰ کورنیو ته چې واقعاً شدیدې اړتیاوې لري وېشوو. سونګ توکي، اوبه، کمپلې، روغتیايي توکي او د تودو جامو بستې مو ماشومانو او کورنیو ته ووېشلې.»

سره له دې چې په هېواد کې د بشري مرستو د زیاتېدو رپوټونه ورکول کېږي، خو هېوادوال اوسني وضعیت ته په پام سره دغه مرستې بسندوینه نه ګڼي.
               
د کابل اوسېدونکې هما وايي:«زموږ لاسنیوی دې وکړي. له موږ سره دې مرسته وکړي. چې له دغه حالته بهر شو ځکه چې په ډېرې بې وزلۍ کې ژوند کوو.»
      
د کابل بل اوسېدونکی محمد نادر هم څرګندوي:«د خلکو وضعیت خراب دی، ستونزې زیاتې دي، خلک بې سرپناه دي، بې کوره دي بې اړو او بې ډوډۍ او بې اوبو دي.»

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو تېره اوونۍ د افغانستان پر وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې د افغانستان نیمایي نفوس له سختې لوږې سره مخ دی. ملګرو ملتونو له افغانستان سره د څلور مېلیاردو ۴۰۰ مېلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه