Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سمنګانی: د رسنیو کار کې لاسوهنه د اسلامي امارت په پالیسۍ کې نشته

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د بیان ازادۍ کور د یوې اعلامیې په غبرګون کې وايي چې د رسنیو په کارونو کې لاسوهنه د اسلامي امارت په پالیسۍ کې نشته، او زیاتوي چې اسلامي امارت د رسنیو واقعي ازادیو ته ژمن دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«موږ هڅه کوو چې د هرې ورځې په تېرو سره له رسنیو سره ښه همغږي رامنځته شي او د رسنیو فعالیت ته ښې زمینې برابرې شي. د ازادو رسنیو شتون د یوې ښې، نقد منوونکې او ځواب ویوونکې ټولنې د رامنځته کولو لپاره اړین دی.»

اوس اوس د بیان ازادۍ کور د یوې اعلامیې په خپرولو سره د رسنیو په کار کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي دي چې په استخباراتو پورې اړوند کسانو په بېلابېلو ډولونو خبریالان تر فشار لاندې راولي.

د بیان د آزادۍ د کور د اعلامیې یوه برخه کې راغلي:«د افغانستان رسنۍ او خبریالان په بې سارې ډول د طالبانو د استخباراتو ادارې د اړوند کسانو تر فشار لاندې دي. د طالبانو استخبارات په بېلابیلو ډولونو پر خبریالانو او رسنیو فشار راولي او سانسوروي یې.»

د آزادو رسنیو کور د روان کال په لومړیو کې د هېواد د رسنیو د مسوولانو او خبریالانو له لوري جوړ شو.

 بل خوا د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه له اسلامي امارت نه غواړي چې د رسنیو آزادۍ ته درناوی وکړي.
 
د خبریالانو د ملي ټولنې د رسنیو مسوول مسرور لطفي څرګندوي:«د رسنیو په کار او رسنیز فعالیت کې هر ډول لاسوهنه په افغانستان کې د رسنیو د خپلواکۍ او ازادۍ د حریم نقض بلل کېږي او دغې موضوع د خبریالانو ملي ټولنه اندېښمنه کړې ده.»

د افغانستان د آزادو ژرورنالیستانو د ټولنې مسوول حجت الله مجددي هم وویل:«لکه څرنګه چې د بیان ازادۍ کور اندېښنه څرګنده کړې ده او هغه ستونزې یې چې په خپله اعلامیه کې ذکر کړې دي دا ستونزې په جدي توګه شتون لري او د ځینو بنسټونو له خوا پر رسنیو او خبریالانو د محدودیتونو هڅې کېږي.»

تر دې وړاندې د رسنیو ملاتړو ادرو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د بې مخینې محدودتیونو خبره هم کړې ده.

خو اسلامي امارت په وار وار ویلي دي، چې له خبریالانو سره پر وخت د اطلاعاتو شریکولو ته ژمن دی.

د بیان د آزادۍ کور په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې رسنۍ پر اقتصادي ستونزو سربېره، له منظمو محدویتونو سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه