Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پنټاګون افغانستان ته د چورلکو د بېرته راوړلو احتمال رد کړ

د امریکا دفاع وزارت چارواکي وايي چې د تېر حکومت د هوايي ځواک د څورلکو په هکله چې تاجیکستان او اربیکستان ته لېږدول شوې دي، اسلامي امارت ته به ورنه کړل شي.

د پنټاګون ویاند جان کربي تېره ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل چې تراوسه د دغو چورلکو په هکله وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو افغانستان ته د دغو چورلکو د رالېږدولو احتمال یې رد کړ.

هغه وویل:«موږ د دغو چورلکو په هکله د پرېکړې لپاره سلامشورې کوو، خو فکر کوم کولای شو فرض کړو چې هغه به افغانستان ته وا نه ستول شي. چې طالبان ترې استفاده وکړي. خو د دې په هکله چې چورلکې به په پای کې چا ته ورکړل شي؟ او چېرته به ولاړې شي پرېکړه نه ده شوې.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په یو لړ مراسمو کې کابل کې وویل چې له افغانستانه بهر ته د لېږدول شوې چورلکې باید بېرته راوړل شي. ښاغلي مجاهد ګواښ وکړ چې چا ته به د دغو چورلکو د استفادې اجازه ورنه کړي.

هغه وویل:«زموږ الوتکې چې په تاجیکستان او ازبیکستان کې دي باید بېرته راوړل شي. اجازه نه ورکوو چې دغه الوتکې په بهر کې پاتې شي او یا له هغو استفاده وشي.»

د رپوټونو پر بنسټ، افغانستان د تېر حکومت له سقوط مخکې څه باندې ۱۶۴ فعالې چورلکې لرلې خو اوس یوازې ۸۱ چورلکې پاتې دي او پاتې نورې بېلابېلو هېوادونو ته لېږدول شوې دي.
 
شریک یي کړئ