Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م سازمان: له افغانستان سره د اته مېلیار ډالري مرستو غوښتونکی شو

واک ته د اسلامي امارت د بیا رسېدو سره، ارګ د لومړي ځل لپاره د افغانستان اقتصاد غونډې کوربه و.

په دې غونډه کې رییس الوزرا له خپلو دوو مرستیالانو او د سرپرستې کابینې له غړو سره یو ځای د شلو هېوادونو او د ملګرو ملتونو په ګډون د اتو نړۍوالو سازمانو له استازو سره ګډون درلود.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وايي، ملاتړو هېوادونو ته یې داسې طرحه وړاندې کړې چې له مخې به یې افغانستان سره اته میلیارده ډالر مرسته برابره شي.

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وویل، ملګرو ملتونه هڅه کوي؛ څو افغانستان ته د نغدو پیسو د لېږد بهیر دوام ولري او دغه بهیر به تر هغې دوام وکړي چې، د افغانستان بانکي سیستم بېرته ښه شي.

اغلې لاینز زیاته کړه:«موږ د تاسو له ادارې سره په همکارۍ د دې اجازه درلوده چې د نغدو پیسو د واردولو بهیر جاري وساتو. د تېر کال په ډسمبر میاشت کې موږ ۱۲۰ مېلیونه ډالره افغانستان ته وارد کړل. په دې میاشت کې مو هم ۳۲ مېلیونه ډالره وارد کړي. موږ هیله من یوو چې دغه بهیر تر هغې دوام وکړي څو د افغانستان بانک او د نورو بانکونو سیستمونه په سمه توګه خپلې چارې مخته یوسي.» 

رییس الوزرا په دې غونډه کې وویل چې، له افغانستان سره لنډ مهالې مرستې چندانې ګټورې نه دي او په وینا یې باید د هېواد د اقتصادي ودې پر وړاندې شته خنډونه لرې شي.

رییس الوزرا محمد حسن اخند څرګنده کړه:«په ګډه توګه یوه لار وارزول شي چې هغه د تل لپاره پر وخت د خلکو په غم او درد دوا شي؛ لنډمهاله مرستې د ملت لپاره ګټورې نه پرېوځي.»

د اسلامي امارت چارواکو په دې غونډه کې، د اسلامي امارت د عبوري اقتصاد په برخه کې خپل لیدلوری او ستراتېژي هم اعلان کړه. په دې ستراتېژۍ کې له نړۍوالو مرستو هرکلی شوی او زیاته شوې چې، د افغانستان اقتصاد باید پر نورو هېوادونو تکیه نه وي.

د ریاست الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وايي:«د مرسته کوونکو سیاسي او غیر واقعي شرایط د منلو وړ نه دي موږ هېڅکله هغه تړون چې د اقتصادي وضعیت د کړکېچ لامل شي نه غواړو؛ هېڅکله نه غواړو د مرسته کوونکو د سیاسي شرطونو په ګرو کې د هېواد اقتصادي خپلواکي قرباني کړو.»

د اسلامي امارت د عبوري اقتصاد په لیدلوري او ستراتېژۍ کې په راڼه توګه د خصوصي سکتور پر جوړېدو ټينګار شوی دی.

د رییس الوزرا مرستیال وايي، اسلامي امارت به د نړۍوالې ټولنې پر مرستو څارنه وکړي؛ څو دغه مرستې اړمنو او په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته ورسېږي.

ښاغلي حنفي زیاته کړه:«په لنډمهال کې دې مرستې په نېغه توګه تطبیق شي او مرسته کوونکي په خپله د هغه د پایلو او اغېزو مسوول وي، اسلامي امارت به له دغه بهیره څارنه وکړي.»

د مالیې وزارت سرپرست هدایت الله بدري هم څرګندوي:«د مالیې وزارت په مشروع دریځ ټينګار کړی دی چې بشري مرستې بسنه نه کوي بلکې پراختیايي مرستو ته اړتیا لیدل کېږي.»

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې همداراز ویلي چې، په ځینو برخو کې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې په سیند لاهو شوي او دمګړۍ د افغانستان نږدې نیمايي خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې شپې او ورځې تېروي او په وینا یې پر افغانستان د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو لپاره د دوی هڅې دوام لري.
 
رییس الوزرا وايي چې، له افغانستان سره لنډ مهالې مرستې چندانې ګټورې نه دي او په وینا یې باید د هېواد د اقتصادي ودې پر وړاندې شته خنډونه لرې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه