Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګري ملتونه افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اندېښنه څرګندوي

د ملګرو متلونو سازمان وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض پېښو عاملان باید په دې هکله ځواب ویوونکي وي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې عالي کمېشنرې ویلي، له افغان ښځو او نجونو د اساسي حقونو اخیستل به د افغانستان اقتصاد لاپسې وځپي.

د ملګرو متلونو سازمان د بشري حقونو عالي کمېشنره مېشل باچلیټ وايي:«زه له امنیت شورا غواړم، دا ډاډ را کړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو نقضوونکي او پر ښځو او نجونو تېري کوونکي تر پوښتنو لاندې نیول کېږي. په دې سره به په دې هېواد کې تل پاتې سولې لپاره شرایط برابر شي. زه له ټولو هېوادونو غواړم چې، پر طالبانو د خپل نفوذ له لارې هغوی دې ته وهڅوي چې، د بشري حقونو اساساتو ته درناوی وکړي.»

ورته مهال محبوبه سراج چې، د خپل ژوند ډېره برخه یې د افغان ښځو له حقونو د دفاع په لاره کې تېره کړې وايي، د هېواد په ټولنیزې او اقتصادي وده کې د ښځو رول ډېر مهم دی؛ خو په وینا یې په اوسنیو شرایطو کې دې او نورو افغان ښځو ته فعالیت کول ډېر سخت شوي دي.

د ښځو د حقونو مدافع محبوبه سراج څرګندوي:«په کال کې دیوه هېواد ۲۷ سلنه شتمني یا عاید بنسټيز عاید دی چې د یوې ډلې په ځانګړې توګه ښځې کار کوي او مالیات ورکوي ترلاسه کېږي؛ دا د ټوکې مسله نه ده.»

خو کابل بیا تل د اسلامي امارت له لوري د ښځو حقونو ته له رسېدنې خبر ورکړی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«د اسلامي امارت له راتګ سره د افغانستان د ټولو وګړو برخلیک روښانه دی هغوی ازاد شول؛ وژل کېږي نه او پر هغوی څوک تېری نه کوي او د هغوی حقونه څوک غصب کولای نه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې، څه موده مخکې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې پر اسلامي امارت تور پورې کړی وو چې، په منظم ډول هڅې کوي چې، ښځې له زده کړو او کاره محرومه کړي؛ خو اسلامي امارت بیا تل دغه ډول راپورونه بې بنسټه ګڼلي دي.

څه موده مخکې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې پر اسلامي امارت تور پورې کړی وو چې، په منظم ډول هڅې کوي چې، ښځې له زده کړو او کاره محرومه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه