اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې يې د ۲۶۸.۳ مېليونه يورو په ارزښت پروژې پیلوي، څو د دې هېواد د اقتصادي او بشري وضعيت د خرابېدو مخه ونيسي.
اروپايي ټولنې د سهشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی او ویلي یې دي چې د دغو پروژو موخه د افغانستان له خلکو سره نېغ په نېغه مرسته کول دي چې له روان ناوړه اقتصادي وضعیت څخه را ووځي.
اروپايي کمیسیون ویلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارې لهخوا نوې پیل شوې پروژې تمویلېږي.
له بلې خوا اروپايي ټولنې ویلي، دغه پروژې به د پوهنې، روغتیا او د افغانانو د ژوندانه د ملاتړ په برخو کې پلې شي.
دې تولنې ویلي، «د اروپايي ټولنې مرستې به په افغانستان کې د کډوالو او داخلي بې ځایه شویو په ګډون د ټولو خلکو په زده کړه، روغتیا، ژوندانه او د روغتیا په خوندیتوب تمرکز وکړي.»
اروپايي ټولنې ویلي، د بشري حقونو د مدافعینو او د مدني ټولنو د سازمانونو ساتنه هم د نویو پیل شویو پروژو یوه برخه ده.
جوتا یوروپیلین، د اروپایي ټولنې د نړیوال مشارکت کمېشنرې وویل: «هغه څه چې موږ څو ځله ویلي، اوس یې تر سره کوو. موږ به هیڅکله افغانستان په خپل حال پرېنږدو. د خلکو یوازې نه پریښودل د اروپایي ټولنې یو له مهمو اصولو څخه دی.»
په دې اړه مو اندونه