Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت جګپوړی پلاوی ناروې ته ولاړ

د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي مارت یو جګپوړی پلاوی نن (شبنې، د سلواغې په ۲مه) د ناورې پلازمېنې اسلو ته ولاړ.

امیرخان متقي وايي چې په دغه سفر کې به د ناروې، د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو، امریکا او د عربي هېوادونو له استازو او همدارنګه له ځينو افغان سیاستوالو او نورو افغانانو سره به خبرې اترې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وویل:«د ناروې، اروپايي ټولنې، امریکا او همدارنګه له اروپايي او عربي هېوادونو سره غوندې لرو»

د ناروې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، د افغانستان په اړه غونډه به د درېیو ورځو یعنې له یکشنبې تر سې شنبې ترسره شي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د ناروې استازې مونا جول وايي:«موږ باید دا ډاډ ترلاسه کړو چې، د نړۍوالې ټولنې په څېر کولی شو په افغانستان کې مېلیونونه کسانو ته چې په ډېر بد وضعیت کې دي، بشري مرستې ورسو. د همدې چارې لپاره مو دغه غونډه جوړه کړې او ځینو هېوادونو او سازمانونو ته مو هم بلنه ورکړې؛ خو په ټوله کې دغه کار طالبانو ته د مشروعیت ورکړې په مانا نه ده؛ خو اړتیا ده چې، خبرې اترې وشي.»

په اسلو کې د دغې جوړېدونکې غونډې په درشل کې د دغه هېواد لوی درستیز د ناروې یوې رسنۍ ته ویلي چې، هېواد یې په افغانستان کې بشري وضعیت ته اندېښمن دی.

د ناروې لوی درستیز ایریک کریسټوفرسن څرګندوي:«زه ډېر خوشحاله یم چې، موږ له هغو کسانو سره چې، په افغانستان کې واګي په لاس کې لري خبرې کوو؛ خو دا چاره د یوه مشروع حکومت په توګه د طالبانو د په رسمیت پېژندو په مانا نه ده؛ بلکې د دې لپاره ده چې، د افغانستان خلک تر هغه څه چې، اوس یې تجربه کوي، د ښه حالت وړ دي.»

بلخوا د سیاسي چارو شنوونکی اسماعیل غرنی وايي:«دا به لومړنی ګام وي چې طالبان د دولتي اراکینو په توګه د نړۍ له لیدلوریو او نظریاتو سره په ځانګړې توګه د افغانانو د برحقو غوښتنو په هکله مخامخ خبرې اترې او د نظر ادلون بدلون وکړي.»

د رپوټونو له مخې، ټاکل شوې په اسلو غونډه کې د امریکا، برېټانیې، فرانسې، جرمني او ایټالیا استازي او یو شمېر افغان سیاستوال هم ګډون وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه