نن شنبې (د سلواغې په ۲مه) د هرات ښار په دولسمه حوزه کې یوې چاودنې اووه تنه وژلي او ۹ تنه نور ټپیان کړي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې په یوه ټونس ډوله موټر کې ځای پر ځای شویو توکو چاودنه وکړه.
روغتیايي چارواکي وايي چې د هرات حوزوي روغتون ته اووه تنه مړي او نه تنه نور ټپيان راوړل شوي دي.
د دغو چارواکو په وینا، د وژل شویو په منځ کې څلور ښځې هم شاملې دي.
روغتیايي چارواکي زیاتوي چې په ټپيانو کې هم ښځې او نرینه شامل دي.
امنیتي چارواکي وايي چې د دغې پېښې په هکله څېړنې روانې دي.