Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوهنې وزارت:پسرلي کې به د ټولو نجونو او هلکانو ښوونځي پرانیستل شي

د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې دغه وزارت به د راتلونکي لمریز کال په وري میاشت کې د ټولو نجونو او هلکانو ښوونځي به بېرته پرانستل شي او دا پرېکړه د نړۍوالې ټولنې له فشار پرته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ اوس اوس ویلي دي که چېرې طالبان د نجونو ښوونځي پرانیزي، نړۍ حاضره ده چې د ټولو ښوونکو معاشونه ورکړي، خو د پوهنې وزارت د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د غوښتنې په غبرګون کې وايي چې د په راتلوونکي پسرلي کې د ټولو نجونو د ښوونځیو پرانیستلو پرېکړه له مخکې شوې وه.
                
د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رییس عزیزاحمد ریان وايي:«که چېرې نړۍواله ټولنه او امریکا زموږ د ښوونکو معاشونه ورکړي او که ورنه کړي، موږ د یوه نظام په توګه په راتلوونکي کال په پسرلي کې په هېواد کې د زده کوونکو پر مخ د ټولو ښوونځیو دروازې پرانیزو او دا د امریکا او نړۍوالې ټولنې له غوښتنې سره تړاو نه لري.»

د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي هم څرګندوي:«د لوړو زده کړو وزارت تل هڅه کوي چې ژر تر ژره د پوهنتونونو دروازې بیا پرانیزي.»

د اسلامي امارت په بیا راتګ سره، په څه باندې پنځه ویشتو ولایتونو کې د نجونو پر مخ متوسطې او لیسې وتړل شوې چې دغه کار له کورنیو او نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شو، خو تر اوسه دغو نجونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې  ښوونځیو ته ولاړې شي.
                   
د ښوونې او روزنې د برخې کارپوه خلیل احمد کانجو په دې هکله طلوع نیوز ته وویل:«په هغه صورت کې چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو لپاره د نړۍوالې ټولنې غوښتنې ته پاملرنه ونه شي، موږ به په بې مخینې توګه د نظام د پرځېدو شاهد واوسو.»

د پوهنتون استاد ولي محمد سروري هم څرګندوي:«د افغانستان پر اوسني حکومت فرض عین دی چې د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي او د افغانستان ملت او نړۍوالې ټولنې غوښتنې ته لبیک ووايي.»

بل خوا یو شمېر هېوادوال له اسلامي امارت نه غواړي چې د زده کوونکو او محصلانو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
                         
د کابل اوسېدونکي نجم الدین وویل:«د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې پرانیستل شي، ځکه چې ښوونه او روزنه د هېواد یو بنسټيزه برخه ده.»
                     
د کابل بل اوسېدونکی عبدالرحیم هم زیاتوي:«له اسلامي امارت له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره د هلکانو او نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.»

د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو لپاره د حکومتونو، سیاستوالو او معتبرو نړۍوالو سازمانونو د غوښتنو په لړ کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دې وروستیو کې د نجونو د ښوونځیو پرانیستل له اسلامي امارت سره د تعامل د څرنګوالي لپاره یو مهم وار له مخې شرط وګڼه او وې ویل که چېرې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي بیا پرانیستل شيو امریکا به له خپلو شریکانو سره په ټول افغانستان کې د ښوونکو معاشونه ورکړي. 

د اسلامي امارت په بیا راتګ سره، په څه باندې پنځه ویشتو ولایتونو کې د نجونو پر مخ متوسطې او لیسې وتړل شوې چې دغه کار له کورنیو او نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه