د نیمروز ولایت سیمهییز چارواکي وايي، په لومړي ځل د کمال خان بند کاسه له اوبو ډکه شوې او هغوی د دې بند له ډکېدو وروسته د زرنج ښار شاوخوا سیمو ته د کرنې او څښلو په موخه یوه اندازه اوبه خوشې کړې دي.
د دې ولایت د چارواکو په خبره، اوسمهال د دې بند اوبه ګاونډیو هېوادونو ته نه بهېږي او د دوی تمرکز پر دې دی چې د نیمروز بزګرانو ځمکو ته اوبه ورسوي.
د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مفتي حبیبالله الهام وايي: «دا اوبه د زرنج ښار شاوخوا کرنیزو سیمو او ځمکو خړوبولو لپاره خوشې شوې دي.»
د کمال خان بند له پرانیستل کېدو لس میاشتې وروسته، دا لومړی ځل دی چې د وروستیو سېلابونو له کبله دا بند نږدې ډک شوی دی.
د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال له پنځه مېلیون مټر مکعب ډېرې اوبه په دې بند کې ذخیره شوي او د دې بند د اوبو درې وتلو لارو له ډلې یوازې یوه لاره یې په نسبي ډول خلاصه شوې ده.
ورته مهال، د کمال خان بند په ډکېدو سره، امنیتي کسان د دې زېربنايي پروژې د امنیت نیولو په اړه ډاډ ورکوي.
د کمال خان بند د ساتنې کنډک قومندان ابو احسان همت وايي: «هېڅ داخلي او بهرني دښمنانو ته اجازه نه ورکوو چې کمال خان بند ته ستونزه جوړه کړي.»
اویا کلن بسمالله بې صبرانه شېبې شماري چې د کمال خان بند اوبه یې کرنیزو ځمکو ته ورسېږي. نوموړی زرنج ښار ته نږدې لسګونه جریبه ځمکه لري، خو د اوبو نشتوالي له کبله یې تر دې دمه په کرنې پیل نهدی کړی.
بزګر بسمالله وايي: «موږ دې ته په تمه یوو چې د کمال خان بند اوبه راشي او خپلې ځمکې پرې خړوبې او کرنه پیل کړو.»
بلپلو د نیمروز ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د کمال خان بند د اوبو وتلو لارې له شګو او خاور ډکې شوي او د دې بند له مسوولانو غواړي چې د دې بند لویې ویالې پاک کړي.
د نیمروز ولایت اوسېدونکی محمد ظاهر وايي: «ټولې لویې ویالې شګو نیولي، دا باید پاکې شي چې موږ بزګران خپله کرنه پیل کړو.»
د اکرامالله په نوم یو بل اوسېدونکی وايي: «د نیمروز ټول اوسېدونکي هیلهمن دي چې دا لویې ویالې پاکې شي او نیمروز ښار ته اوبه ورسېږي.»
د کمال خان بند د نیمروز ولایت د بزګرانو یوازېنې هیله ده، ځکه له کلونو راهیسې یې ځمکې شاړې پاتې دي. که څه هم د بند کاسه له اوبو ډکه شوې، خو د بند لویې ویالې د نیمروزیانو د کرنې ځمکو ته د اوبو رسولو لپاره چمتو نهدي.