Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښوونځیو په ځينو درسي مضمونونو کې د بدلون راوستل

د پوهنې وزارت مسولین وایي چې، د ښوونځیو له پیلېدو وروسته به په یو شمېر مضمونونو کې چې د دوی په وینا له اسلام مقدس دین او کلتور سره په ټکر کې دي بدلون راولي.

د پوهنې وزارت ویاند وایي چې، دغه پروګرام به په یاد وزارت کې د دعوت او ارشاد او ښونیز نصاب د اصلاح کمېټې له جوړیدو وروسته پیل شي.

له دې سره مهم مهاله د پوهنې وزارت وايي چې په ۱۴۰۱ کال کې د ښوونځيو له پرانیستو سره، د ښوونځیو په ښوونیز نصاب کې به بدلون رامنځته شي او ډېر ژر به په ټولنیزو او ژبې په مضمونونو کې به ډېر کم بدلون رامنځته شي.

د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان وايي:«هغه بدلونونه چې ټاکل شوې ده په راتلوونکو کلونو کې په ښوونیز نصاب او ځينو مضمونونو کې رامنځته شي د دعوت او ارشاد ریاست، کارپوهانو او دیني علمانو او ښوونځیو د ښوونکو د تفاهم په پایله کې به رامنځته شي.»

خو د ښوونې او روزنې کارپوهان په دې باور دي چې د ښوونځيو ښوونیز نصاب اصلاح دې د نړۍوالو ښوونیز او روزنیز سیسټم پر بنسټ ترسره شي.

د پوهنتون استاد سهیلاعرفاني وايي:«ښوونه باید له اډیولوژیکو مسایلو لېرې وي او که چېرې موږ سیاست او ایدیولوژي عملي او ښوونیزو مباحثو ته داخل کړو طبعاً ناوړه پایلې به ولري. علم او ښوونه به خپله لار ورکه کړي.»

په دې منځ کې زده کوونکي که څه هم د ښوونځيو له پرانیستو خوشحاله دي خو د پوهنې وزارت له چارواکو غواړوي چې د کانکور ازموینه په را روان کال کې په خپل ټاکل شوي وخت ترسره کړي.

د دولسم ټولګي زده کوونکی اطهر وايي:«ایا موږ کولای شو چې خپل د کارنکور امتحان چې په مخ کې لرو ورکړو؟ ایا د کانکور دغه ازموینه اخیستل کېږي؟ په دې برخه کې موږ ډېرې ستونزې لرو. یعنې سم درسي پروګرام هم نه لرو او اصلاً زموږ زده درس ته نه کېږي چې موږ سم درس ووایوو.»

بلخوا د پوهنې وزارت په دې برخه کې ویلي دي چې د کانکور ازموینه به د تېر کال د مهال وېش پر بنسټ واخیستل شي.

تېره ورځ د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د نجونو د ټولو ښوونځيو درسونه به د راتلوونکي کال په وري میاشت کې پيل شي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه