Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پسرلي کې ښوونځیو ته د نجونو پر تګ د حامد کرزي ټينګار

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې په را روان پسرلي کې د نجونو د ښوونځیو له پرانیستو سره، باید ټولو نجونو ته اجازه ورکړل شي چې ښوونځيو ته ولاړ شي.

ښاغلي کرزي له سي ان ان خبري شبکې سره په مرکه کې وايي چې اسلام ښځو ته د کار او زده کړې حق ورکړی دی او زیاتوي چې د ښځو د حقونو پر سر معامله د منلو وړ نه ده.

ښاغلی کرزی وايي چې له زده کړې د نجونو د لېرې والي لپاره هېڅ ډول پلمه شتون نه لري او زیاتوي:«دا باید وشي. په دې برخه کې هېڅ پلمه نشته.»

ښاغلی کرزی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له دې مخکې د اسلامي امارت چارواکو هم ویلي دي چې په راتلوونکي پسرلي کې په ټول هېواد کې د نجونو ټول ښوونځي به پرانیستل شي.

د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رییس عزیز احمد ریان په دې هکله ویلي دي:«نړۍواله تولنه او امریکا که چېرې د ښوونکو معاشونه ورکړي او که ور نه کړي، موږ د یوه نظام په توګه په راتلوونکي پسرلي کې په هېواد کې د زده کوونکو پر مخ به ټول ښوونځي پرانیستل شي او دا د امریکا او نړۍوالې ټولنې په غوښتنې پورې تړاو نه لري.»

له دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ویلي دي که چېرې اسلامي امارت د نجونو ښوونځي پرانیزي، امریکا او نړۍواله ټولنه حاضره ده چې د ټولو ښوونکو معاشونه ورکړي.

د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته، د هېواد په ډېریو برخو کې د نجونو د لېسې دورې ښوونځي تړلي پاتې شول. د ښوونځي بیاپرانیستل او کار ته د ښځو بېرته سنېدل له هغو مسایلو دي چې نړۍواله ټولنه تل پرې ټينګار کوي.

بلخوا ښاغلی کرزی وايي چې هغه او د مخکیني حکومت د ملي ورغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نه غواړي چې په حکومت کې واوسي. هغه وايي چې دوی خپل وخت په تېرو حکومتونو کې تېر کړی دی او نوره اړتیا نشته چې په حکومت کې حضور ولري. 

ښاغلی کرزی وايي چې د ښځو د کار او زده کړو حق د معاملې وړ نه دی او هغوی باید له خپلو حقونو استفاده وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه