Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلینکن:واشنګټن د افغانستان پخواني دولت او پوځ دسقوط اټکل نه و کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وايي چې واشنګټن حتا په تر ټولو بد وضعیت کې هم، د افغانستان د مخکیني د دولت او پوځ د پرځېدو اټکل نه و کړی، که چېرې د پرځېدو اټکل شوی وای، او ځينې کارونه په بل ډول ترسره شوي وای.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې په یوې آنلاین غونډه کې خبرې کولې وویل،چې که له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو نېټه ځنډېدلې وای، نو واشنګټن یوازې دوې لارې لرلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وویل:«دوه کاره کېدلی شوای لومړی دا چې طالبانو پر امریکا او د هغې پر متحدانو خپل بریدونه زیاتول او زموږ ځواکونه نور هم په جګړه کې ښکېلېدل او موږ له ځانه دفاع ته اړ کېدو چې موږ دا کار کاوه، خو په درې زره ځواکونو نه. زه د بهرنیو چارو د وزیر په توګه باید ووایم چې دغه کار افغانستان ته د لسګونه زرو سرتېرو استولو ته اړتیا لرله. دویم دا چې طالبانو لکه څنګه چې یې په یو ډول دا کار وکړ، د افغانستان د نیولو لپاره پر مرکز او ولایتونو خپل بریدونه زیاتول.»

دغه امریکایی ډېپلوماټ وایي،چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه د ټرمپ له ادارې نه دوی ته په مېراث پاتې وه او امریکا متحده ایالتونه یې مکلف کول چې د تېر کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه ووځي.

دی ټینګار کوي،چې واشنګټن د افغان پوځ او دولت چټک ړنګېدل نه وو اټکل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه:«که موږ پوهېدلای چې د افغانستان حکومتي ځواکونه داسې ړنګېږي لکه چې ړنګ شول، زه ډاډمن یم چې موږ به په متفاوته بڼه لاس په کار شوي وو، خو دا د هغه کار بنسټ نه و، چې موږ ترسره کاوه.»

خو اسلامي امارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو بېل لیدلوری لري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«دا ښه ګام و چې د دوحې هوکړه لیک عملي شو. زموږ هېواد ازاد شو او امریکا هم له بشري او مالي زیان څخه خلاص شو.»

پخوانی نظامي جنرال صادق شینواری هم څرګندوي:«د امریکا استخبارات چې د امنیتي وضعیت د بدلون او د افغانستان د حکومت د ژر تر ژر د سقوط لامل شو، ځواب ویوونکی دی.»

اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه ټویټ کې ویلي دي چې له خپل قطري سیال سره یې د امریکایي وګړو او د امریکا د افغان همکارانو د لېږد په تړاو خبرې کړې دي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو پنځه میاشتې وروسته، واشنګټن یو ځل بیا له خپلې دغې پرېکړې دفاع وکړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه