Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاسپورټ عمومي ریاست ۱۳ تنه د کمېشن کارۍ او جعل په تور نیولي

په کابل کې د پاسپورټ عمومي ریاست نن سې شنبې (د سلواغې په ۵مه) د کمېشن کارۍ او اسنادو د جعل په تور د ۱۳ تنه له نیول کېدو خبر ورکوي.

د پاسپورټ په ریاست کې چارواکي وايي چې تراوسه یې ۲۰۰ تنه د اسنادو د جعل په تړاو نیولي دي او هېوادوال د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره باید کمېشن کارانو ته مراجعه ونه کړي.

د پاسپورټ عمومي رییس عالم ګل حقاني له هېوادوالو غواړي چې د پاسپورټ د اخېستو لپاره کمېشن کارونو ته نه بلکې د پاسپورټ عمومي ریاست ته مراجعه وکړي:«دغه کسان چې تاسې یې وینئ د دې لپاره مو دلته راوستلي دي چې ولې کمېشن کارانو ته پیسې ورکوي، موږ تل تاسو ته کار کوو او ستاسو په خدمت کې یوو.»

بل خوا هغه کسان چې کمېشن کارانو ته د پیسو د ورکولو په تور نیول شوي دي، وایي د پاسپورټ ریاست بیا، بیا تړل کېدو دغه کار ته اړ کړي دي.
            
د کابل اوسېدونکی نقیب الله وايي:«زما مجبوریت دا و چې ناروغ لرم، د پاسپورټ ریاست تړلی و. کمېشن کار راته وویل چې په یوه ورځ کې کولای شم پاسپورټ درته واخلم. د هر پاسپورټ په بدل کې له موږ څخه ۱۲ سوه ډالر واخیستل.»

کمېشن کارانو د ډېرو پیسو په بدل کې هېوادوالو ته جعلي سندونه جوړلول.

که څه هم هېوادوالو په کابل ښار کې د پاسپورټ د عمومي ریاست پر تړل کېدو نیوکه کوي، خو د دغه ریاست مسوولان وایي چې په وروستیو شپږو میاشتو کې یې په هېواد کې ۲۴۰ زره کسانو ته پاسپورټونه ورکړي دي.

د پاسپورټ ریاست مسوولان، د کمېشن کارۍ، بډواخېستو، بډو ورکولو او د جعلي اسنادو او پاسپورټونو د جوړولو په تور ۱۳ تنه نیولي دي.

تصویر بندانگشتی

په کابل کې د پاسپورټ عمومي ریاست نن سې شنبې (د سلواغې په ۵مه) د کمېشن کارۍ او اسنادو د جعل په تور د ۱۳ تنه له نیول کېدو خبر ورکوي.

د پاسپورټ په ریاست کې چارواکي وايي چې تراوسه یې ۲۰۰ تنه د اسنادو د جعل په تړاو نیولي دي او هېوادوال د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره باید کمېشن کارانو ته مراجعه ونه کړي.

د پاسپورټ عمومي رییس عالم ګل حقاني له هېوادوالو غواړي چې د پاسپورټ د اخېستو لپاره کمېشن کارونو ته نه بلکې د پاسپورټ عمومي ریاست ته مراجعه وکړي:«دغه کسان چې تاسې یې وینئ د دې لپاره مو دلته راوستلي دي چې ولې کمېشن کارانو ته پیسې ورکوي، موږ تل تاسو ته کار کوو او ستاسو په خدمت کې یوو.»

بل خوا هغه کسان چې کمېشن کارانو ته د پیسو د ورکولو په تور نیول شوي دي، وایي د پاسپورټ ریاست بیا، بیا تړل کېدو دغه کار ته اړ کړي دي.
            
د کابل اوسېدونکی نقیب الله وايي:«زما مجبوریت دا و چې ناروغ لرم، د پاسپورټ ریاست تړلی و. کمېشن کار راته وویل چې په یوه ورځ کې کولای شم پاسپورټ درته واخلم. د هر پاسپورټ په بدل کې له موږ څخه ۱۲ سوه ډالر واخیستل.»

کمېشن کارانو د ډېرو پیسو په بدل کې هېوادوالو ته جعلي سندونه جوړلول.

که څه هم هېوادوالو په کابل ښار کې د پاسپورټ د عمومي ریاست پر تړل کېدو نیوکه کوي، خو د دغه ریاست مسوولان وایي چې په وروستیو شپږو میاشتو کې یې په هېواد کې ۲۴۰ زره کسانو ته پاسپورټونه ورکړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه