د اسيا پراختيايي بانک وايي، د افغانستان لپاره يې د ۴۰۵ ميليونو ډالرو د مرستې بسته تصويب کړې، چې په دغه هېواد کې به د خوراکي توکو د امنيت، اړينو روغتيايي خدمتونو او پوهنې په برخه کې ولګول شي.
د اسیا پراختیايي بانک د سه شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پیسې به د ملګرو ملتونو د هغو ادارو له لارې ولګول شي چې په افغانستان کې فعالیت کوي.
د اسیا پراختیايي بانک د معلوماتو له مخې، دغه پیسې به د خوړو نړیوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ته ولیږي ترڅو د افغانستان خلکو ته د خدمتونو او مرستو د برابرولو لپاره خپل میکانیزمونه وکاروي.
د اسيا پراختيايي بانک د خبرپاڼې له مخې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو له وجهي صندوق ٢٠٠ ميليونه ډالره، د خوړو نړيوال پروګرام ١٣٥ ميليونه ډالره، د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام پنځه ميليونه ډالره او د خوړو او کرنې سازمان ٦٥ ميليونه ډالره مرسته ترلاسه کوي.
دا پیسې به د ۸۰۰ زره خلکو لپاره د بیړني خوراکي توکو، د ۳۹۰ زره کورنیو لپاره د کرنیزو وسایلو برابرول او شاوخوا ۱۶۸ زره کسانو ته به د کار په بدل کې د خوړو د پروګرام لپاره ولګول شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د مرستو په مرسته به په کلیوالو سیمو کې شاوخوا ۱۰ زره ټولګي جوړ کړي او ۲۶۴ زره ماشومانو ته به د زده کړو زمینه برابره کړي چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې نجونې دي. دغه صندوق به د پیسو یوه برخه د پنځه ملیون ټنو څخه ډیر لومړني روغتیا توکو په چمتو کولو او د کورونا واکسین ۲.۳ ملیون ډوزونو پیرودلو باندې هم ولګوي.
د اسیا پراختیايي بانک ویلي چې دغه مرستې په افغانستان کې بشري وضعیت د رسېدو لپاره د هڅو یوه برخه ده.
په دې اړه مو اندونه