Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اوسلوغونډې وروستۍ ورځ، امارتي پلاوي لوېدیځو ډیپلماټانو سره ولیدل

نن (سې شنبې د سلواغې په ۵مه) د ناورې په پلازمېنه اوسلو کې د اسلامي امارت پلاوي، لوېدیځو ډیپلماټانو او د افغانستان مدنې ټولنې د غړو د خبرو اترو وروستۍ ورځ وه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه ټویټ کې وايي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د سې شنبې په ورځ له ځينو لوېدیځو ډپيلماټانو او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره د بېلابېلو مسایلو په هکله خبرې اترې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:«په دغې لیدنه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي وویل چې دغه ټولنه به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د دغو خبرو اترو د دوام غوښتنه یې وکړه. ښاغلي مقتي د هغوی له ملاتړونو مننه وکړه او پر مثبتو همکاریو او اړیکو یې ټینګار وکړ.»

بلخوا د اسلامي امارت پلاوي یو غړی وايي چې له لوېدیځو ډیپلماټانو سره یې خبرې اترې سیاسي، اقتصادي، امنیتي، بشري حقونو او له ترهګرۍ سره مبارزې ته متمرکزې وې. د هغوی په وینا د ورځې تر پایه به له امریکا، برېټانیا، المان، اېټالیا او اروپايي ټولنې له استازو سره به هم ووینې.

د اسلامي امارت د پلاوي غړی عبدالطیف نظری وویل:«زموږ هیله دا ده چې موږ کولای شو په دغې غونډه کې یوه ګډ مخرج ته لاسرسۍ پيدا کړو چې د افغانستان لپاره به د هیلې لامل او د افغانستان د خلکو لپاره به د سیاسي او اقتصادي پرانیستو لامل وي.»

بلخوا د سیاسي چارو ځينې شنوونکي دا غونډه د افغانستان د ستونزو د حل په درشل کې یو مثبت ګام ګڼي.

د سیاسي چارو شنوونکی احمد خان اندړ څرګندوي:«دا غونډې د افغانستان د اوسنیو ستونز د حل لپاره یو ښه ګام ګڼم.»

د پوهنتون استاد حامد عزیز محددي هم وايي:«اسلامي امارت باید د نړۍوالې تولنې غوښتنو ته پاملرنه وکړي او د ښو ډيپلوماټیکو اړیکو لپاره زمینه برابره کړي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست چې د اسلامي امارت د پلاوي مشري په غاړه لري، له لوېدیځوالو ډپيلماټانو سره خبرې اترې هیله بښوونکې ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه