نن چهارشنبې (د سلواغې په ۶مه) په کابل کې ځينو مېرمنو د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اعتراض کې لاریون وکړ.
دغه مېرمنې له ګاونډیو هېوادونو هم غواړي چې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه ونه کړي. د دغو مېرمنو په وینا، کنګل شوې پیسې د افغانستان د خلکو حق دی او باید ازادې شي.
دغو مېرمنو د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره له نړۍوالې ټولنې او د روغتیا نړۍوال سازمانه هم غواړي چې افغانستان په اوسني وضعیت کې یوازې پرې نه ږدي.
معترضه بصیره دیدار وايي:«نړۍواله ټولنه باید اسلامي امارت په رسمیت وپېژني. امریکا باید د افغانستان کنګل شوې پیسې ژر تر ژره ازادې کړي. نړۍواله ټولنه او د افغانستان ګاونډیان باید د هېواد په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.»
حافظه امیري وايي:«د افغانستان پیسې باید ازادې شي، دا پیسې د افغانستان د خلکو دي. خلک په بد وضعیت کې دي.»
دغو مېرمنو په هېواد کې د اسلامي حجاب پر رعایتولو هم ټينګار وکړ.
معترضه فاطمه څرګندوي:«موږ د طالبانو او یا نورو کسانو په خاطر حجاب نه کوو، بلکې د الله د رضا په خاطر حجاب کوو ځکه چې په حجاب کې عزت دی.»
دمګړۍ د افغانستان څه باندې ۹ مېلیارده ډالره شتمنۍ د نړۍوالو او په ځانګړې توګه د امریکا له لوري کنګل شوې دي.