Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اوسلو غونډه له لاسته راوړنو ډګه ګڼي

د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي د اوسلو په غونډه کې له ګډون وروسته وايي چې دغه ناسته له نړیوالو سره د کابل د اړیکو د ښه والي لپاره مهمه بللې ده. او زیاتوي کابل هڅه کوي چې افغانستان د نړۍ د اقتصاد په مرکز بدل شي.

د اوسلو له غونډې وروسته د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه غونډه د افغانستان لپاره مهمه او له لاسته راوړنو ډکه وبلله.

ښاغلي مقتي په دې هکله وویل:«له افغان شخصیتونو سره مو ښه غوندې مو لرلې، همدارنګه د اروپايي هېوادونو له استازو، د امریکا له استازو سره مو ښې غونډې لرلې او د نورو هېوادونو له استازو سره هم، په بېلابېلو موضوعګانو مو خبرې وکړې. موږ غواړو چې افغانستان د اقتصاد او مفاهمې د نښلون مرکز وي او هڅه کوو چې افغانستان په راتلوونکو کې له ستونزو لېرې وساتو.»

د اوسلو په غونډه کې د ښځو استازې نظیفه جلالي هم څرګندوي:«یو شمېر مهم وړاندیزونه چې د اساسي قانون تصویب، د سیاسي بهیر رامنځته کېدل او د لویې جرګې جوړېدل وو، بلخوا د طالبانو د حکومت له خوا پرېکنده ژمنه ونه شوه.»

د ناروې لومړي وزیر سره له دې چې، دغه غونډه مهمه وګڼله؛ خو زیاته یې کړه چې، دغه غونډه د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندو په مانا نه ده.

د ناروې لومړی وزیر یوناس ګار اسټوره وايي:«موږ دا په افغانستان او له دغه هېواده بهر افغان فعالینو ته شونې کړه چې، له هغو کسانو سره کېني چې، دم ګړۍ په افغانستان کې ټول واک یې په لاس کې دی. خو دغه چاره د رسمیت پېژندو په مانا نه ده.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې اړه بېلابېل لیدلوري لري.

د نړۍوالو اړیکو شنوونکی جاوېد سنګدل وايي:«د اوسلو غونډه یوه خوره او تیته غونډه وه او فکر کوم چې نړۍواله ټولنه د ډموکراسۍ، بشري حقونو او د ښځو حقونو له مسایلو سیاسي استفاده کوي.»

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي هم څرګندوي:«د افغانستان حکومتي چارواکي کله چې لوېدیځو هېوادونو ته سفر کوي، لکه ناورې ته، مهمه موضوع د ښځو او نحونو حقونه او د بیان ازادي ده. کله چې ګاونډیو هېوادونو ته ځي، او د روسیې، چین په څېر هېوادونه اړیکه نیسي، د حکومت مهمه موضوع پراخ بنسټه حکومت دی.»

د ویلو ده چې، په اوسلو غونډه کې د مدني ټولنې او رسنیو استازو او همداراز اوو مېرمنو د افغانستان د ښځو په استازولۍ ګډون کړی وو.

بلخوا د ناروې لومړي وزیر که څه هم دا ناسته مهمه بللې ده، خو ټینګار یې کړی چې د اوسلو غونډه په رسمیت د طالبانو د پيژندلو معنا نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه