Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ناروې د پناه غوښتونکو شورا مسوول: نجونې باید ښوونځیو ته ستنې شي

د اوسلو غونډې له پای وروسته، د ناروې د پناه غوښتونکو شورا مسوول، جان ایګلنډ د افغان جونو پر زده کړو ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت هغه څه چې د نجونو د زده کړو په برخه کې یې ژمنه کړې ده عملي کړي نه دي.

نوموړی زده کړې د افغانستان د نجونو حق دی او نړیوالو په دې اړه طالبانو ته سره کرښه هم کش کړې، خو اوس یې نړیوال پایلو ته په تمه دي چې طالبان څه کوي؟

د ناورې د پناه غوښتونکو شورا مسوول جان ایګلنډ وویل:«طالبانو نجونو ته د منځنیو زده کړو په برخه کې خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي. که چېرې موږ ونشو کولی چې، نجونو او هلکانو ته زده کړې ورکړو؛ نو دا به موږ لپاره سره کرښه وي. هغوی باید پر دې پوه شي چې موږ د هغو کلتور ته درناوی کوو؛ خو هغو هم باید پر دې پوه شي چې، موږ هم کتلور لرو.»
   
د اوسلو غونډې ګډونواله نظیفه جلالي هم وايي:«وې ویل چې د مېرمنو د کار او زده کړو له حق سره ستونزه نه لري او د افغانستان ټول ملت به خپلو بنسټیزو حقونو ته لاسرسۍ پيدا کړي.»

له دې سره سم، د بشري حقونو څار بنسټ په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو د نړۍوالو پر تګلارې نیوکې لري.

د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیال هیډر بار وايي:«نړۍوالې ټولنې د پروانې او تمنا د لادرکه کېدو په ګډون د بشري حقونو د نقضېدو په برخه کې چوپتیا غوره کړې ده. ناروې په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي. اروپايي ټولنې په دې اړه یوه بیانیه صادره کړه او نړۍوالې ټولنې هم له پیښې څو ورځې وروسته غبرګون وښود.»

خو اسلامي امارت بیا وايي چې، کابل له نړۍوالو سره کړې ژمنې عملي کړي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي زیاتوي:«د اسلامي امارت پلاوي څرګند او مفصل ځوابونه وویل او د قناعت وړ وو او د ټولو قناعت حاصل شو. اسلامي امارت له ځواکمن دریځه خبرې وکړئ.»

له بل لوري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای آیده په اسلو کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه ویلي چې، د هغه له نظره د بیان ازادي او زده کړو ته د ټولو لاسرسی باید په لومړیتوب کې وي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه