Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي پخلاینې لپاره پر بین‌الافغاني خبرو د ملګرو ملتونو ټینګار

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن ماښام د افغانستان په اړه غونډه وکړه چې په‌کې د ملګرو ملتونو چارواکو، د ښځو د حقونو فعالانو او د یو شمېر هېوادونو استازیو د افغانستان پر بشري، اقتصادي او سیاسي وضعیت خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په افغانستان کې بشري وضعیت نازک بللی او ویلي یې دي چې روغتیايي مرکزونه له ناروغانو ډک دي، ټولنیز او ښوونیز خدمتونه مخ پر کمېدو دي او کورنۍ اړ شوي چې خپل ماشومان د خوراکي توکو لپاره وپلوري.

ګوټېرېش د افغانستان د اقتصاد د ژغورلو لپاره د بشري مرستو او هڅو پر زیاتولو ټینګار وکړ. د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه چې په افغانستان کې د اعتماد جوړونې دروازې لا هم پرانیستې دي او اسلامي امارت باید له دې فرصته ګټه پورته کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډېبرا لاینز هم د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او د ستونزې د هواري لپاره یې د افغانانو تر منځ د خبرو اترو غوښتنه وکړه.

لاینز وویل چې جګړه پای‌ته رسېدلې، خو وضعیت لا هم نازک دی. نوموړي پر اسلامي امارت غږ وکړ چې د باور فضا رامنځ‌ته کړي او د اعتماد پر بنسټ حکومت وکړي. لاینز هم د ټولګډونه حکومت پر اړتیا او د ټولو افغانانو حقونو ته په درناوي ټینګار وکړ.

اغلې لاینز په اسلامي امارت غږ وکړ چې په هېواد کې د ملي پخلاینې لپاره بین‌الافغاني خبرې پیل کړي. هغې زیاته کړه: «اوس د طالبانو وخت دی چې د باور پر بنسټ حکومت وکړي. ټولګډونه واوسي، د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د ملي پخلاینې لپاره بین‌الافغاني خبرې پیل کړي.»

لاینز هم د ښځینه لاریون کوونکو د ورکېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل چې هېڅوک باید په ویره کې ژوند و نه‌کړي او د وضعیت د حل غوښتنه یې وکړه.

د لاینز په وینا، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري وضعیت د مخنیوي لپاره له مرستندویانو د اته مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

د ښځو د حقونو فعالې محبوبې سراج په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه. هغې وويل، ډېرى نجونې له ښوونځيو وتلي او ښځې له عامه ژونده بې‌برخې دي.

د مېرمن سراج په وینا، اسلامي امارت د خپلو مکلفیتونو د پوره کولو لپاره ګامونه پورته کړي، خو دا هڅې بسنه نه‌کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لېنډا توماس گرنفیلډ هم ویلي، اسلامي امارت باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي. هغې ټینګار وکړ چې افغان مېرمنې او نجونې باید د کار او زده‌کړو له حقونو بې‌برخې نه‌شي.

غونډې ته د هند، روسیې او فرانسې په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو استازیو هم ویناوې وکړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه چې په افغانستان کې د اعتماد جوړونې دروازې لا هم پرانیستې دي او اسلامي امارت باید له دې فرصته ګټه پورته کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه