Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ساپکو: که مرستې مستقیماً خلکو ته ونه رسېږي، ضایع کېږي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان ساپکو پر نړۍ غږ کړی چې په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره بشري مرستې په مستقیمه توګه وکړي، که نه دا به ضایع شي.

جان ساپکو پرون د اتلانتیک شورا په غونډه کې ټینګار وکړ که د نړیوالې ټولنې مرستې د اسلامی امارت چارواکو او یا نورو فعالانو ته ورکړل شی نو نه یوازې دا چې اړو کسانو ته به نه رسیږی بلکې ضایع کیږی.

ساپکو وويل: "که موږ د نړۍ ټولې پيسې افغانستان ته ولېږو او د اړمنو خلکو پر ځای طالبانو او يا په هېواد کې نورو فعالينو ته یې ورکړو، ټولې ضايع شي او دا به يو ناورين وي."

ښاغلي ساپکو په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن وباله او پر نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې د تېرو دوو لسیزو له درسونو سره سم د دغه هېواد له خلکو سره مستقیمې مرستې وکړي.

هغه زیاته کړه، "نړیواله ټولنه باید په هغو برخو کې مرستې وکړي چې د هغه هېواد خلک وکولای شي په راتلونکي کې د بهرنیو مرستو له تکیه کولو پرته په دوامداره توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. "

خو اسلامي امارت بیا ټینګار کوي چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه والي لپاره له نړۍ غواړي چې کنګل شوې پیسې د خوشې کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل، "په دې وخت کې موږ اړتیا لرو چې پیسې را خوشې شي او د پرمختګ لپاره لاس په کار شو. "

له افغانستان سره د نړۍ د مرستو له ژمنو سره سره د دې مرستو لږه برخه دغه هېواد ته رسېدلې دي. د ناروې د کډوالو شورا هم په یوه راپور کې ویلي چې پر افغانستان د لوېدیځ بندیزونه دغه هېواد ته د بشري مرستو د لېږلو پر وړاندې لویه ننګونه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه