Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د ستونزو د حل لپاره اړتیا ده نړۍ له اسلامي امارت سره تعامل وکړي'

په افغانستان کې د ملګرو متلونو سازمان پخوانی استازی کای ایډي له اسلامي امارت سره د نړۍ تعامل په دغه هېواد کې د ستونزو د حل لار ګڼي.

د ملګرو ملتونو سازمان دغه پخواني چارواکي له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې خبرداری ورکوي، چې که نړۍ له اسلامي امارت سره تعامل ونه کړي، د افغانستان وضعیت به تر دې هم خراب شي او ډېر زیان به یې خلکو ته ورسېږي.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی کای ایډي وايي:«زه فکر نه کوم چې اوس دې د طالبانو له چارواکو سره د خبرو لپاره بدیل وي. که څه هم له طالبانو سره د خبرو په تړاو نیوکې شته. ما تل فکر کاوه چې له طالبانو سره مذاکرات سم کار دی، که چېرې داسې ونه شي، لکه څنګه چې اوس وینو، وضعیت د خرابېدو په حال کې دی چې دا د هېچا په ګټه نه ده.»

د ملګرو ملتونو دغه پخوانی چاروکی له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان د بشري ناورین د حل لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي. 

ښاغلی ایډي له اسلامي امارت نه هم غواړي چې د اوسني حکومت د پراخ بنسټه کېدو لپاره له طالبانو پرته نورو کسانو ته هم په مهمو څوکیو کې ونډه ورکړي.
 
نوموړی څرګندوي:«زه باور لرم چې په حکومت کې هغو کسانو ته ونډه ورکول چې نن په حکومت کې نشته او په طالبانو پورې اړوند نه دي، مهم دي. زه فکر کوم چې نورو کسانو ته هم باید ځای ورکړل شي. زما لپاره مهمه نه ده چې په هره بڼه کېږي، خو داسې حکومت ته اړتیا ده چې تر اوسني حکومته ټولګډونه وي.»
 
په دې لړ کې د اسلامي امارت چارواکي وایي په دې هڅه کې دي چې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو استازي پر مهمو دولتي بستونو وګوماري.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«اسلامي امارت بیا هم هڅه کړې ده چې له خپلو لیکو بهر، وړ کسان په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه په مسلکي او تخنیکي برخو کې وګوماري او لا هم ژن دی ډېر کسان په کابینه او همدارنګه د نظام په راس کې په بېلابېلو برخو کې راولي.»

په وروستۍ یوې اوونۍ کې د اوسلو غونډه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه او د هند په کوربتوب د منځنۍ آسیا د هېوادونو غونډه، هغه مهمې غونډې وې چې د افغانستان په تړاو وشوې او تر اوسه هغه څه چې ظاهراً د دغو غونډو پایله بلل کېږي، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار دی.

کای ایډې له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې خبرداری ورکوي که چېرې نړۍ له اسلامي امارت سره تعامل ونه کړي، د افغانستان وضعیت به تر دې هم خراب شي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه