Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: له ۶۸ دولتي روزنتونونو یوازې ۹ یې فعالیت لري

په هېواد کې د بې سرپرست ماشومانو له زیاتوالي او په دې برخه کې د اندېښنو له ډېرېدو سره چارواکي وايي چې په هېواد کې د ۶۸ دولتي روزنتونو له ډلې یوازې ۹ یې فعال دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې د ۶۸ دولتي او خصوصي روزنتونونو له منځه یوازې ۹ دولتي او ۳۶ خصوصي روزنتونونه فعالیت لري.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نشراتو رییس محمد یونس صدیقي وايي:«موږ دم ګړۍ ۹ دولتي روزنتونونه لرو، د دې ترڅنګ ۳۶ خصوصي روزنتونونه فعالیت لري. هڅه کوو چې د بودیجې له اخیستو سره روزنتونونه بېرته فعال کړو.»

په هېواد کې د بې سرپرسته ماشومانو ورځ تربلې زیاتېدو اندېښنې راپارولې دي. په دې لړ کې د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي د دغو ماشومانو پر لاس نیوي ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود په دې هکله وايي:«د افغانستان خلک باید یو بل ته لاسونه ورکړي، حتا هغه کسان چې لږه شتمني لري، له یوې کوڅې ۲۰۰ افغانۍ راټولولای شو، کولای شي چې قرطایسه او جامې ورته چمتو کړو.»

هدایت الله له شپږو کلونو راهیسې د پلازمېنې په یوه روزنتون کې اوسېږي. دی وایي چې پلار یې شپږکاله وړاندې په یوې پېښه کې و وژل شو او د پلار تر وژل کېدو یو کال وروسته یې مور هم د ناروغۍ له امله مړه شوه.

     بې سرپرسته ماشوم هدایت الله زیاتوي:«له اسلامي امارته زما غوښتنه دا ده هغو کسانو ته چې زما په څېر پلار او مور نه لري پاملرنه وکړي.»

اوس مهال د کابل او ولایتونو په روزنتونونو کې زرګونه بې سرپرسته ماشومان اوسېږي.

      بل بې سرپرسته ماشوم حکمت الله هم وايي:«پلار مې په ملي اردو کې و، شهید شو. مور مې هم ناورغه وه هغه هم مړه شوه زه یې دلته راوستم، ښه دی را سره مرسته کوي.»

خو داسې برېښي  چې د بې سرپرسته ماشومانو د روزنې او ساتنې مرکزونه د امکانو او سرچینو له کموالي سره مخ دي.

      د علاءالدین روزنتون مدیره عزیزه عزیزي وايي:«له دې مخکې له بهره مرستې راتلې، هغوی په بېلابېلو ښوونیزو کورسونو کې بوخت وو، خو اوس موږ هغه امکانات نه لرو. هغه پروګرامونه چې د روزنتون له خوا وو، لا هم جریان لري.»

د ځینو شمېرو له مخې که څه هم د هېواد په روزنتونونو کې د بې سرپرسته ماشومانو شمېر شاوخوا لس زره تنه دی، خو د ماشومانو د روزنې او ساتنې د یو شمېر د غو مرکزونو په تړل کېدو سره په دغو مرکزونو کې د بې سرپرسته ماشومانو شمېر کم شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه