Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اروپا پارلمان د غونډې ګډونوالو د ښځو په ملاتړ ټينګار وکړ

د اروپا پارلمان د ځانګړې غونډې لومړنۍ ورځ (د افغان مېرمنو د ورځو) په نامه د سې شنبې په ورځ (د سلواغې په ۱۳مه) د بلجیم په مرکز بروکسل کې جوړه شوه.

د اروپا پارلمان رییسې په دغې غونډه کې ټينګار وکړ چې له کابل سره هر ډول تعامل باید د ښځو د حقونو تامین ته مشروط وي.

روبرټا مټزولا  زیاتوي چې نړۍ باید د افغان مېرمنو اړتیاوې په خپل کاري لومړیتوب کې راولي.

هغې وویل:«له اسلامي امارت سره هر ډول تعامل د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو، د قانون حاکمیت او د بیان ازادۍ ته په درناوي مشروط دی.»

د اروپا پارلمان په ځانګړې دوه ورځنۍ غونډه کې چې نن یې دویمه ورځ ده، ځينو افغان مېرمنو له هغې ډلې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانیو رییسانو، سیما سمر او شهرزاد اکبر، د میدان ښار پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري، افغان سندرغاړې اریانا سعید، د افغان فلم پخوانۍ رییسې صحرا کریمي، د اروپا پارلمان استازو او د ځينو نړۍوالو سازمانونو استازو ګډون کړی وی.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ رییسه شهرزاد اکبر وايي:«په ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې یوازې افغانستان دی چې نجونې یې ښوونځي ته له تګه بې برخې دي او بیرون کار نه شي کولای. دغه وضعیت ته جنسیتي تعصب وایوو او له نړۍ غواړو چې د دغه جنیستي تعصب په وړاندې ودرېږي.»

د میدان ښار پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري وايي چې د افغانستان تېر حکومت د ښځو له نومه په استفادې د پیسو او مرستو د ترلاسه کولو په لټه کې و. هغه زیاتوي چې نړۍ د افغانستان خلک د سولې په نامه یوازې پرېښودل:«موږ ولیدل چې زموږ حکومت څه ډول د ښځو له حقونو د رایې، پیسو، او نورو شیانو د ترلاسه کولو لپاره استفاده وکړه.»

د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې اریانا سعید چې سندره یې هم وبلله، وویل چې نړۍ باید د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي:«زه دلته یوازې د خپل استازیتوب نه کوم، بلکې د ټولو افغان مېرمنو او نجونو چې غږ یې چوپ شوی دی او پېژاند یې ورک شوی دی استازیتوب کوم.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون پخوانۍ مشرې سیماسمر د اروپا د پارلمان په غونډه کې د افغان ښځو په اړه وويل چې اسلام د ولوله له کلمې پيل شوی او موخه يې يوازې نارينه نه بلکې د ټولو لپاره ده.

سیما سمر وايي چې ښځې د هېواد نیم نفوس جوړوي او هغوی باید له برابرو حقونو برخمنې وي. اغلې سمر همدارنګه د نړۍوالې ټولنې له خوا د افغانستان یوازې خوشې کولو په هکله هم ګواښ کوي او وايي:«زه اروپايي ټولنې ته خبرداری ورکوم.  چې د افغانستان ستونزه یوازې په افغانستان کې نه پاتې کېږي، بلکې دغه ستر انساني ناورین به په ټوله نړۍ کې خپور شي.»

نوموړې همدارنګه له اسلامي امارت وغوښتل چې د یوه جامع حکومت په لور ګامونه واخلي. هغه وایي، ښځې د هېواد د نفوس نيمايي برخه جوړوي او بايد له خپلو حقونو او ازادیو نه ګټه پورته کړي.

د هالیووډ مشهورې اداکارې انجلینا جولي د افغان ښځو په اړه د اروپا د پارلمان په غونډه کې له اسلامي امارت وغوښتل چې د نجونو ټول ښوونځي بېرته پرانیزي او ښځو ته اجازه ورکړي چې په ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو کې په ازاده توګه برخه واخلي. 

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد وویل افغان ښځو او نجونو په تېرو دوو لسیزو کې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو په برخه کې ښه پرمختګ کړی، خو نن دوی د خپلو حقونو له لاسه ورکولو په حال کې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې وویل، که د یوه هېواد نیمايي نفوس له ټولنیز ژونده او اقتصادي فعالیتونو بې‌برخې شي، هغه هېواد به باثباته پاتې نه‌شي. هغې زیاته کړه، ملګري ملتونه د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکوي او پر نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې په دې هکله په ګډه کار وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه