Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هند له لوري د ویزې د نه ورکړې په تړاو د زده کړیالانو اعتراض

ځينې هغه زده کړیالان چې د هند په پوهنتونونو کې زده کړې کوي، د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې په ۱۳مه) کابل کې د هند سفارت په مخکې په لاریون لاس پورې کړ او له دغه هېواده یې وغوښتل چې ورته تحصیلي ویزې ورکړي.

زده کړیالانو زموږ زده کړې د سیاست قرباني کوئ مه؛ زده کړه زمو حق دی. له شعار سره وايي چې د هند ویزې د نشتوالي له امله درسونه یې په دغه هېواد کې نیمګړي پاتې دي او اوس په بې برخلیکۍ کې دي.

هند کې زده کړیال حامد وايي:«دلته کابو ۲۵۰۰ زده کړیالان بند پاتې دي چې د ویزې غوښتونکي دي.»

په هند کې بل زده کړیال طیب احمد هم څرګندوي:«حضوري درسونه پيل شوي دي او په وروستي سمسټر کې یم، اوس نه شم کولای چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم.»

دوی زیاتوي چې، له هېڅ سیاسي ډلې استازولي نه کوي او په وینا یې نه ښايي چې، سیاسي معاملې دوی له خپلو زده کړو محروم کړي.

د هند په یوه پوهنتون کې زده کړیال محمد شفیع نیازی وايي:«موږ نه غواړو چې زموږ تحصیل له خپل سیاست سره شریک کړئ؛ زموږ غوښتنه دا ده چې، ویزه راکړ شي؛ څو خپلو درسونو ته دوام ورکړو. موږ د خپلو راتلونکو په اړه اندېښمن یوو. موږ محصلین یوو او له هېڅ سیاسي ډلې استازولي نه کوو.»

له بل لوري په هند کې مېشت یو شمېر افغان زده کړیالان بیا افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي.

د هند په یوه پوهنتون کې زده کړیال وحید بهیر څرګندوي:«هغه زده کړیالان چې اقتصادي وضعیت یې ښه دی، هڅه کوي چې د ایران له لارې افغانستان ته ولاړ شي چې شپږ تر اوه سوه ډالره لګښت لري؛ خو ځينې نور د ځمکې له لارې پاکستان ته ځي.»

له دې سره سم، یو شمېر هغه هېوادوال چې، په کابل کې د هند سفارت ته خپل پاسپورټونه د ویزې لپاره ورکړي وو؛ اوس له یاد سفارته غواړي چې، پاسپورټونه یې بېرته ورکړي.

هېوادوال نجیم په دې هکله وویل:«کله چې تحولات رامنځته شول، زموږ پاسپورټونه د هند په سفارت کې بند پاتې شول، نه یې ویزه راکړه او نه یې هم زموږ پاسپورټونه.»

په افغانستان کې د تېر حکومت له نسکورېدو سره سم، په کابل کې د هند سفارت وتړل شو او افغانانو لپاره د تحصیلي ویزو په ګډون د دغه هېواد ټولې ویزې لغوه شوي دي.

له دې سره هم مهاله په هند کې مېشت یو شمېر افغان زده کړیالان بیا افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه