Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'افغانستان کې د نادرکه شویو کسانو برخلیک دې روښانه شي'

د معترضو نجونو د نادرکه کېدو په اړه د غبرګونونو په دوام، د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو څانګې پر اسلامي امارت غږ کړی دی چې په افغانستان کې د نادرکه شویو کسانو برخلیک دې روښانه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېنشرۍ ویانده راوینا شمداساني وايي:«موږ د شپږو هغو کسانو د برخلیک په اړه چې دوه اوونۍ مخکې د ښځو د حقونو د غوښتنې په ترڅ کې په کابل کې تښتول شوي، سخت اندېښمن یوو. موږ د هغو امنیت ته هم اندېښمن یوو.»

دغه سازمان له کابل غواړي چې د نادرکه شویو مدني فعالانو او خبریالانو په اړه دې معلومات په ډاګه کړي.

اغلې شمداساني زیاتوي:«ټول هغه کسان چې، د عدالت غوښتنې په ترڅ کې په خپل سر نیول شوي باید له ځنډ پرته بېرته خوشې شي. موږ همداراز د طالبانو له مشرتابه غواړو چې، خپلو ځواکونو ته په روښانه ټکو ووايي، هغوی ته نه ښايي چې، له هغو کسانو غچ واخلي چې، په سوله یې ټول اعتراض کوي او همداراز هغوی ته نه ښايي چې، د سوله ییزو راټولېدونو او د بیان له آزادۍ مخنیوی وکړي.»

بلخوا د هالووډ مشهوره اداکاره او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېشنرۍ سفیره انجیلینا جولي هم پر اسلامي امارت غږ کوي چې د نجونو پر مخ ټول ښوونځي پرانیزي:«زه د افغانستان پر اوسني سرپرست حکومت غږ کوم؛ څو ټول ښوونځي بېرته پرانیزي او نجونو ته اجازه ورکړي چې، په خپلو ازموینو کې چې تېر کال له هغې محرومې شوې وې، ګډون وکړي او هغه اعتراض کوونکې چې، د دوی له لوري نیول شوي باید له ځنډ پرته خوشې شي.»

له دې ټولو سره سره کابل د ورکو شویو نجونو د برخلیک د روښانولو په تړاو د خپلو هڅو له دوامه خبر ورکوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«څېړنې لا هم روانې دي او لا هم د هغو مېرمنو برخلیک معلوم نه دی اسلامي امارت خپلو هڅو ته دوام ورکوي.»

درې اوونۍ مخکې د تمنا او پروانې په نامه دوه نجونې په کابل کې نادرکه شوې؛ خو په دې تړاو له کورنیو او بهرنیو پراخو غبرګونونو سره سره لا تر اوسه د یادو معترضو نجونو د برخلیک څه څرک نه دی لګېدلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه