Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مرکزي بانک د ډالرو په افغانیو د بدلون په ناتوانېدو ادعاوې رد کړې

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې د افغانستان مرکزي بانک د دې توانایي نه لري چې ډالر په افغانیو بدل کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون ټویټ وکړ چې د ملګرو ملتونو او یا کومې بلې ادارې له لوري تر دې دمه د مرکزي بانک ته هیڅ ډالر نه دي لیږدول شوي چې په افغانیو بدل شي.

مجاهد لیکلي: "د مرکزي بانک د نه توانیدو ادعا چې ډالر په افغانیو نه شي بدلوي، حقیقت نه لري. تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو او یا کومې بلې ادارې څخه ډالر مرکزي بانک ته نه دي لیږدول شوي. که نه نو مرکزي بانک به بې له شکه ډالر په افغانیو بدل کړي."

په ورته وخت کې مرکزي بانک وايي چې کافي پیسې لري چې افغانۍ د نورو اسعارو په بدل کې تبادله کړي.

تر دې مخکې رویټرز د ملګرو ملتونو د یوه جګپوړي چارواکي له خولې ویلي وو، چې که څه هم د افغانستان په نړیوال بانک کې د دغه سازمان ۱۳۵ میلیونه ډالر شته، خو د افغانستان مرکزي بانک نه شي کولی له هغې ګټه پورته کړي او په افغانیو یې بدل کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر عبدالله الدارداری وویل، " ۳۰ میلیونه ډالره د بیارغونې او پراختیا په نړیوال بانک کې بند پاتې دي او په افغانیو تبادله نه شي کېدای. موږ نشو کولای خپل پلانونه د افغانیو له پیسو پرته عملي کړو".

خو اسلامي امارت دا ادعا ردوي او وايي مرکزي بانک د دې وړتیا لري چې ډالر په افغانیو بدل کړي.

له بلې خوا د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ بیه یو ځل بیا لوړه شوې ده. د دې اتحاديې د معلوماتو له مخې، نن يو ډالر په ٨٩ افغانۍ تبادله کېږي، په داسې حال کې چې پرون يو ډالر په ٩٥ افغانۍ تبادله کېده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه