Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لوږه او بې وزلي؛د یوې بې وزلې کورنۍ ماشوم د خوارځواکۍ له امله ومړ

یو سړی په کابل کې ادعا لري چې یو کلن زوی یې د لوږې او بې وزلۍ له امله ومړ. هغه وايي چې د بسندویه خوړو د نشتون له امله دغه ماشوم یې په خوارځواکۍ اخته او په پای کې ومړ.  

محمد تاجک له خپلې مېرمنې او درېیو اولادونو سره چې په بغلان کې د وروستیو جګړو له امله کابل ته راکډه شوی د دغه ښار په یوې څنډه کې اوسېږي.

بې وزلی محمد تاجک وايي:«کاروبار نشته، د لوږې، بې وزلۍ او نادارۍ له امله مې ماشوم را څخه خوارځواکی شو او ومړ.»

دېرش کلن محمد تاجک په خپل لاسګاډي سره په ورځ کې تر سلو افغانیو کار کوي او د خپل کور د کرایې پيسې یې هم لا نه دي ورکړي.

هغه وايي:«د دغې کور ۱۵۰۰ پیسې کرایه ورکوم، تر ماښامه په کوټه سنګي کې کار کوم له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو کار کوم.»

په هغه ښار کې چې تر پنځه مېلیونه یې نفوس زیات دی، ښایي ګڼ نور کسان هم د محمد تاجک او یا تر هغه هم په بد برخلیک اخته وي.        

د کابل اوسېدونکې صابره وايي:«ډېرې ستونزې او سختۍ مو تېرې کړې، هېڅ نه شوم کولای هغه ورځې بیان کړم.»

په هېواد کې د بې وزلۍ لمن دومره پراخه شوې ده چې ان د ځینو کورنیو له لوري د کوچنیو ماشومانو پلور د نړۍ په کچه د خلکو پام ور اړولی دی.

د کابل اوسېدونکي مطیع الله وویل:«په دې وروستیو کې چې زموږ خلک له لوږې او تنګلاسۍ سره مخ دي او ورځ په ورځ دغه وضعیت خرابېږي.»

ډېره موده کېږي چې ملګرو ملتونو په افغانسان کې د انساني ناورین د پېښېدو په تړاو خبرداری ورکړی دی، خو داسې برېښي چې،د نړۍ هېوادونو تر اوسه افغانستان ته لازمې بشري مرستې نه دي برابرې کړي.

د اقتصادي چارو عبدالناصر رښتیا څرګندوي:«که چېرې خپلې بشرپاله مرستې په وخت افغانستان ته ونه رسوي، په قوي احتمال چې موږ به په افغانستان کې د انساني ناورین او د اقتصادي پاشل کېدو شاهد واوسو.»

په دې لړ کې اسلامي امارت وایي چې په هېواد کې د بې وزلۍ د جرړو د اېستو لپاره هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«موږ په هڅه کې یوو چې چې په هېواد کې د بې وزلۍ جرړې وچې کړل شي او د دغو ستونزو زیاتوالی د په بهرنیو بانکونو کې افغانانو د پیسو کنګلېدو په خاطر دي.»

ملګرو ملتونو اټکل کړی دی،چې د روان میلادي کال تر پایه به د افغانستان اته نوي سلنه نفوس د بې وزلۍ تر کرښې لاندې وضعیت سره مخ شي.
 
شریک یي کړئ