Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته د اسلامي امارت غبرګون

اسلامي امارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هغه څرګندونې چې ګواکې په افغانستان کې د ناټو پاتې شوي تجهیزات د پاکستان د طالبانو تحریک لاس ته لوېدلي دي رد وي.

د اسلامي امارت ویاند ټينګار کوي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک په ګډون هېڅ ترهګرې ډلې ته به په افغانستان کې پناه ور نه کړل شي او د دغه هېواد له خاورې به د نورو هېوادونو په خلاف کار وانه خیستل شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«موږ ډاډ ورکوو او ژمنه کوو چې زموږ له خاورې هېڅ هېواد ته زیان او ګواښ متوجه نه دی او هغه ستونزې چې دننه په پاکستان کې دي، هغه د دوی خپلې کورنۍ ستونزې دي.»

پاکستان چې له کلونو راهیسې د ترهګرو پر روزنې او هغوی ته پر پناه ورکړې تورن دی؛ خو اوس ادعا لري چې، د پاکستان د طالبانو تحریک د خپلو بریدونو د طرحه کولو لپاره د افغانستان له خاورې استفاده کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر همداراز ادعا لري چې، د پاکستان د طالبان تحریک جنګیالي په هغه هېواد کې په خپلو بریدونو کې د ناټو له تجهیزاتو کار اخلي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وویل:«هغوی له هغو وسلو چې، له ناټو ځواکونو پاتې دي استفاده کوي. زما له نظره افغان طالبانو د پاکستان د طالبانو د پوهولو لپاره ډېرې هڅې کړي؛ خو هغوی نه پوهېږي. هغوی په کونړ، ننګرهار، نورستان، پکتیا او خوست ولایتونو کې حضور لري او په پاکستان کې خپل بریدونه ترسره کوي او دغه بریدونه یې اوس ډېر شوي دي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې، د پاکستان د طالبانو تحریک له حکومت سره له بې پایلو خبرو وروسته په هغه هېواد کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د پوځي چارو شنوونکی سید ذاکرشاه سادات وايي:«پاکستان د تاسیس له وخته تل دغه تورونه د افغانستان پر نظامونو تړلي دي.»

باکستانی خبریال طاهرخان هم څرګندوي:«د افغانستان وسله قاچاق کېږي، تېره ورځ، په یوه نوي رپوټ کې چې خپور شوی هغه کسان چې د پاکستان په باجوړ کې وسله پلوري او پېري، هغوی هم د دې پخلی کړی چې د افغانستان وسله قاچاق کېږي.»

له بل لوري د ناورین نړۍوالې ډلې په یوه تازه راپور کې ویلي چې، پاکستان په دې هڅه کې دی چې، د افغانستان له شل کلنې جګړې ډېره ګټه واخلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه