Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د پیسو د ازادولو لپاره د کای ایډي غوښتنه

د امریکا متحده ایالاتونو په بانکونو کې د افغانستان د کابو ۱۰ مېلیارد ډالرو پیسو د ناروښانه برخلیک په هکله، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان پخوانی استازی کای ایډي د امریکا له خوا د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادېدو غوښتونکی شو.

ښاغلي ایډه له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې په افغانستان کې بشري وضعیت نازک دی او هغې ته د رسېده ګۍ لپاره اړتیا ده چې د افغانستا کنګل شوې پیسې ازادې شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان پخوانی استازی کای ایډي وايي:«د لوېدیځوالو او په ځانګړې توګه د امریکا له لوري باید نرمښت وښودل شي څو ورسره یوه اندازه پیسې آزادې شي او له ځنډ پرته د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره ولګول شي.»

دغه پخواني ډيپلوماټ له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې له اسلامي امارته غوښتي چې، د نړۍوالو د اعتماد د راجلبولو لپاره د ښوونځیو د پرانېستې په ګډون پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

ښاغلي ایډي زیاتوي:«هیله من یم، موږ هغه ډول چې ویلي د نجونو او هلکانو د ښوونځيو د پرانېستې شاهدان واوسو. زه فکر کوم په دې اړه څه اشارې هم شوي چې، ډېرې رغوونکې دي او باید ولیدل شي چې، د پسرلي په راتګ سره څه پېښېږي.»

د تېر حکومت له رانسکورېدو وروسته په ډېریو ولایتونو کې د نجونو متوسطې او لېسې بندې شوې؛ خو اوسني حکومت اعلان کړی چې، د پوهنې وزارت له لوري د نجونو د ښوونځیو د پرانېستې طرحه مخ په بشپړېدو ده او په راتلونکي پسرلي کې د نجونو ټول ښوونځي پرانېستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه