Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران سیاحتي شرکتونه ته د ویزو ورکړه ارزوي

په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د افغانستان سیاحتي شرکتونو ته د ویزو ورکولو په اړه ارزونه کوي، خو زیاتوي، تر دې دمه یې په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې.

د ایران سفارت په یوه ټویټ کې زیاته شوې: «د ایران اسلامي جمهوريت اعلانوي چې د کونسولۍ څانګې له لوري د ایران د سیاحتي وېزې  بهیر د پخوا په څېر تر سره کېږي. د افغانستان سیاحتي شرکتونو ته د سیاحتي وېزو ورکړه تر ارزونې لاندې ده او وروسته به یې په اړه معلومات ورکړل شي.»

دې احتمالي پرېکړې د ایران د وېزې د اخېستلو په چاره کې د اسانتیاوو د رامنځ‌ته کېدو لپاره خوشبینۍ راټوکولي.

د یوه سیاحتي شرکت مسوول قیس سهرابي وايي: «دا به ډېره ښه پرېکړه وي، او لومړی ښه خبره دا ده چې سیاحتي شرکتونه امکانات لري او هر څومره چې د ویزې غوښتونکي وي، دوی یې کنټرولولی شي.»

د کابل ښار اوسېدونکی اجمیر نوري وايي: «د ایران سفارت دا ګام ښه کار دی، ځکه ورسره کمېشن اخېستل هم کمېږي او خلکو ته هم اسانتیاوې برابرېږي.»

د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ په ډېرېدو سره د ګاونډیو هېوادونو په تېره په وروستیو میاشتو کې د ایران د ویزو اخیستلو ته غوښتنه ډېره شوې ده.

د ویزو اخیستلو ځینې کسان وايي، په ورځو او ان تر اوونیو انتظار وروسته هم نه‌دي توانېدلي د ایران ویزه تر لاسه کړي.

د ایران ویزې غوښتونکي عبدالجبار وايي: «موږ د شپې راغلي وو، خو تر اوسه پورې چې ۱۲ بجې دي، همداسې ولاړ یوو. ډېر ورو کار کوي، هلته چې لاړ شو وايي، د بیمې روپۍ ورکړئ، درې ورځې د بيمې لپاره په تمه یوو.»

د سید فرید په نوم د ویزې اخیستلو یو بل کس وايي: «موږ د سهار درې بجې راغلي یوو، تر دې مهاله زموږ کار مخته نه‌دی تللی. هلته چې هم لاړ شو، څوک مو غږ نه اوري.»

ایران نه یوازې د زرګونه افغانانو لپاره د کار اصلي ځای دی، بلکې دغه هېواد د هغو کسانو د تګ لار هم ده چې غواړي ترکیې او وروسته اروپايي هېوادونو ته لاړ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه