د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه تازه رپوټ کې خبرداری ورکړی دی،چې د جمهوري نظام تر ړنګېدو وروسته د القاعده شبکې او منځنۍ آسیا د جنګیالو پر پناه ځای د افغانستان د بدلېدو زمینه برابره شوې ده.
دغه شورا اندېښمنه ده چې بهرني ترهګر په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیاځلې رسېدو سره په ازاده توګه فعالیت لري.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا همدارنګه ټینګار کوي چې د بهرنیو ترهګرو د فعالیت د محدودولو لپاره د اسلامي امارت د ګام پورته کولو هېڅ څرک نه لیدل کېږي.
ورته مهال د دغه ۲۴ مخیز رپوټ موندنې ښيي چې د القاعده شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن زوی عبدالله کابو څلور میاشتې مخکې افغانستان ته د طالبانو د لیدو لپاره راغلی دی او همدارنګه امین محمد الحق سام خان، څوک چې د اسامه بن لادن د امنیتي چارو د همغږۍ مسوول و، د اګست میاشتې په وروستیو کې په افغانستان کې خپل کور ته راستون شوی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په رپوټ کې راغلي دي:«یوه غړي هېواد رپوټ ورکړی دی چې د اسامه بن لادن زوی عبدالله په اکټوبر میاشت کې له طالبانو سره د کتنې لپاره افغانستان ته سفر کړی دی. غړي هېوادونه اندېښمن دي،چې طالبان به بالاخره په افغانستان کې القاعدې ته په دې شرط پناه ورکړي،چې القاعده د نړیوال مشروعیت لپاره د طالبانو هڅو ته زیان ونه رسوي.»
خو اسلامي امارت دغه رپوټ بې بنسټه ګڼي د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې هکله وايي:«هېڅ سفر نه دی شوی او په دې برخه کې له هېچا سره لیده کاته نه دي شوي.»
په رپوټ کې دا تایید شوې چې د ۲۰۲۱ کال تر جنوري میاشتې پورې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ژوندی و، خو ویل شوي دي چې که اوس ژوندی هم وي، له روغتیایي اړخه ښه نه دی.
د ملګرو ملتونو دامنیت شورا د بهرنیو ترهګرو د فعالیتونو د کابو کولو لپاره د طالبانو ژمنه له پوښتنې سره مخ کوي او وايي:«هېڅ داسې نښه نشته چې طالبانو دې د بهرنیو ترهګرو د فعالیتونو د محدودولو لپاره ګامونه اخېستي وي. برعکس دغه ډلې اوس د تېرو کلونو پرتله ډېرې آزادۍ لري.»
د پوهنتون استاد حکمت الله میرزاده وايي:«د افغانستان د سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ دوام د دې لامل کېږي چې کورنیو او بهرنیو ترهګرو ډلو فعالیت ته ډېره زمینه برابره شي.»
د سیاسي چارو کارپوه عبدالغفار کامیاب هم څرګندوي:«د دا ډول رپوټونو په هکله باید جدي غور وشي او د هغو تورونو او مطالبو په هکله چې د افغانستان خلکو او نړۍ حیرانه وي باید لاس واخیستل شي.»
خو اسلامي امارت د دغه رپوټ په ردولو سره وایي چې د دوحې د سولې د هوکړې له مخې، د نورو هېوادونو پر وړاندې له افغانستانه د کار اخیستو د مخنیوي پر ژمنې ولاړ دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد تکل څرګندوي:«د دې ادعا چې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو فعالیتونه زیات شوي دي، رد وو. اسلامي امارت دا ډول بې بنسټه رپوټونه چې سند او شواهد نه لري، د افغانستان، سیمې او نړۍ په خیر نه ګڼي.»
نړۍوالې ټولنې د افغانستان د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره یو وارله مخه اصلي شرط دا اعلان کړی چې اوسنی حکومت به له ترهګرو ډلو په تېره بیا القاعده شبکې سره اړیکې پرې کوي.