Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خوست کې د اکسیجن د تولید یوې کارخونې په فعالیت پیل وکړ

په خوست ولایت کې یوه پانګول د اکسیجن د تولید کارخونه جوړه کړې چې د ورځې لس ګونه بالونه اکسیجن تولیدوي.

یاد پانګول وایي په دې ولایت کې د اکسیجن د کمښت ستونزه ډېره وه، نو ځکه یې په دې برخه کې پانګونه وکړه.

دغه کارخونه د شاوخوا دیارلس مېلیونو افغانیو په ارزښت جوړه شوې ده چې په څلرویشتو ساعتونو کې اتیا بالونه اکسیجن تولیدوي.

یاد پانګوال وایي، په دې ولایت کې هر وخت په کافي اندازه د اکسیجن نشتون یوه ستونزه بلل کېده نو ځکه یې پانګونه وکړه.

د اکسیجن د کارخونې مسوول محمدرحیم وايي:«د دغې کارخونې له جوړېدو مخکې ټول اکسیجن له کابله دغه ولایت ته راوړل کېده، اوس چې په خوست کې دغه کارخونه جوړه شوې ده، ډېری کسان، روغتونونه، کلینیکونه له دې ځایه اکسیجن وړي.»

خو د دې سربېره په خوست کې د برېښنا دومداره پرچاوي، د صنعتي پارک نشتون او په پلازمېنه کابل کې د خامو موادو د تعرفو اجرا کېدل هغه درې عمده ستونزې بلل کېږي چې پانګوال یې د هواري غوښتنه کوي.

د خوست د معدن او صنایعو خونې مشر ګل زاعلي جنانزی څرګندوي:«په خوست ولایت کې د کارخونو عمده ستونزې د برېښنا او اومه توکو نشتون دی او له همدې امله ډېری دغه کارخونې تړل شوې دي.»

د خوست سیمه ییز چارواکي هم د پانګوالو یادې ستونزې مني خو له دوی د زغم غوښتنه کوي، د چارواکو په وینا اسلامي امارت له ځینو ستونزو سره مخ دی.

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیراحمد عثماني وویل:«موږ له ځینو ستونزو سره مخ یوو چې هغه ټول ملت او نړۍ یې ویني؛ خو د اسلامي امارت مسوولین هېڅکله د دغو ستونزو د په حل کې بې غوره نه دي.»

د شمېرو له مخې په خوست کې نږدې ۲۴۰ وړې او متوسطې تولیدي کارخانې موجودې دي، خو د مسوولینو په خبره له نیمایي ډېرو یې د وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته خپل کارونه په ټپه درولي دي.
 
په خوست ولایت کې د اکسیجن د تولید یوه کارخونه د شاوخوا دیارلس مېلیونو افغانیو په ارزښت جوړه شوې ده چې په څلرویشتو ساعتونو کې اتیا بالونه اکسیجن تولیدوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه