Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: هڅه کوو هغه څلور ته چې تر واورې لاندې پاتې دي پیدا کړو

د کونړ ولایت ځايي چارواکي طلوع نیوز ته وايي هڅه کوي هغه څلور تنه چې تېره ورځ (دوشنبې) د واورې ښویېدنې له امله تر واورې لاندې ګیرپاتې دي پيدا کړو.

د کونړ والي طلوع نیوز ته وايي، تېره ورځ د دغه ولسوالۍ په ګوریګا سیمه کې د واورې ښویېدنې په يوه پېښه کې لس کسان وژل شوي، نهه ټپيان او څلور نور نادرکه شوي ‌دي.

کونړ والي محمد قاسم خالد وايي:«ځينې یې بېرته کور ته ستانه شوي دي. لا هم په دغې پېښه کې څلور تنه نادرکه دي، زموږ مجاهدین سیمې ته تللي دي او په لټه کې دي چې دغه کسان هم پيدا کړي.»

بل‌خوا ځايي اوسېدونکي د يادې پېښې قربانیان د دانګام د ګوريګا اوسېدونکي بولي چې په وينا يې، د خپلې کلي د يوې کرنېزې بانډې څخه د واورو پاکولو لپاره وتلي وو.

د دانګام لسوالۍ اوسېدونکي عبیدالله  وویل:«د واورې ښویېدنې له امله یو ورور او یو وراره مې شهیدان شول او د ورور مې درې لوڼې او شپږ زامن شهیدان شول.»

د سیمې اوسېدونکي وايي، د دانګام د ګوریګا سیمې کرنیزې بانډې له څه مودې راهیسې د پاکستاني پوځيانو د توغنديي بريدونو له امله شاړې پرتې وې، خو تېره ورځ يادو کسانو غوښتل څو بېرته يې د کرنې لپاره چمتو کړي خو له يادې پېښې سره مخ شول.

د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکی جهانګیر څرګندوي:«دوی د خپلو ځمکو د چمتووالي لپاره دلته راغلي وو چې له داسې ستونزې سره مخ شول او له هغې وروسته توپان راغلی.»

تر دې مخکې په کونړ کې د غره د ښویېدنې په پېښو کې يو شمېر کسانو ته مرګ وژلې اوښتي، خو په تېرو څو کلونو کې د لومړی ځل دی په دغه ولايت کې د واورې ښویېدنې په يوه پېښه کې ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د واورې ښویېدنې په پېښه کې د نادرکه شوو څلور کسانو د موندلو هڅې روانې دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه