Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دسنټکام قومندانۍ نوماند افغانستان کې د ترهګرۍ له ودې خبرداری ورکړ

د امریکا د مرکزي قومندانۍ لپاره د ولسمشر جو بایډن نوماند له هغه څه چې په افغانستان کې د القاعدې او داعش ډلو بیا وده ګڼي خبرداری ورکوي.
 
جنرال مایکل کوریلا د امریکا د سنا د تسلیحاتي خدمتونو د کمېټې غړو ته ویلي چې، په افغانستان کې د القاعدې او داعش ډلو ګواښونه جدي دي؛ خو بیا هم ټینګار کوي چې دغه ډلې به د دوی له سترګو پناه نه وي.

نوموړی زیاتوي:«جدې ننګونې د القاعدې او داعش ګواښونه دي. هغوی بیا ځلي د فعاله کېدو په حال کې دي. طالبانو پر القاعدې سترګې پټې کړي دي. د داعش خراسان څانګه د څرخي پله او بګرام له بندخونو د خپلو بندیانو په ازادېدو سره د بیا رغېدو په حال کې دي.»

ښاغلي کوریلا څرګندوي که چېرې یې له سنا د تایید رایه واخیسته؛ نو په سیمه کې به له مرستندویه هېوادنو او بنسټونو سره په همکارۍ د افغانستان د بشري ناورین د حلېدو بهیر ګړندۍ کړي.

هغه وویل:«په افغانستان کې بشري ناورین، کډوال او پناه غوښتونکي دې ته اړ کوي چې، پاکستان ته ولاړ شي. نو زه فکر کوم، ځينې ګډې ګټې شته چې، له هغو سره به د کډوالۍ او بشري بحران په اړه کار وکړو.»

د امریکا د مرکزي قومندانۍ مرکز په قطر کې دی او د مسوولیت ساحې یې هم منځنی ختیځ، افریقا، مرکزي اسیا او د افغانستان په ګډون سوېلي اسیا دي.

خو د افغانستان اوسنی حکومت بیا په هېواد کې د بهرنیو ترهګرو د بیا راټوکېدو مسله ردوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړه:«هغه ادعا او شایعات چې خپرېږي، هېڅ اسناد او شواهد نشته، هیله لرو د دې پر ځای چې شایعات خپاره شي او ادعا وشي، له اسلامي امارت سره په تعامل او همکارۍ کې مخته ولاړ شي.»
 
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم درې ورځې مخکې په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو د آزادانه فعالیت له امله اندېښنه وښوده؛ خو کابل هغه رپوټ هم بې بنسټه وباله.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ نوماند په افغانستان کې د ترهګرۍ د بیا راټوکېدو له امله خبرداری ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه