Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روسیه: د رسمیت پېژندلو موضوع په پراخ بنسټه حکومت پورې تړاو لري

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د افغانستان د اوسني حکومت په رسمیت پېژندل د پراخ بنسټه حکومت په جوړېدو او په دغه هېواد کې د بشري حقونو رعایت پورې مشروط وي او وايي چې د اوسني حکومت ټول غړي په یوه لوري پورې تړاو لري او ټول طالبان دي.

ښاغلي کابلوف د روسیې له «آر بي سي» ټلويزیون سره په مرکه کې یو ځل بیا په کابل کې اوسنی حکومت د رسمیت پېژندو لپاره د نړۍوالو پر شرایطو برابر نه دی ګڼلی.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف څرګندوي:«نړۍواله ټولنه د غوښتنو یو نوملړ لري. تر ټولو لومړی، د طالبانو په حکومت کې د قومونو ګډون. په حکومت کې د نورو قومونو استازي هم حضور لري؛ خو ټول یې د طالبانو غړي دي. دویم، موږ تمه لرو چې طالبان بشري حقونو ته درناوی وکړي. په لومړي ګام کې موږ د ښځو د کار او نورو مدني حقونو په اړه خبرې کوو.»

کابلوف زیاتوي، په افغانستان کې اقتصادي وضعیت تر هغې ډېر بد دی چې، د ملګرو ملتونو په راپورونو کې ښودل کېږي.

ښاغلي کابلوف زیاته کړه:«د افغانستان د تازه چارواکو د رسمیت پېژندنې لپاره به شرایط وروسته له هغې برابر شي چې، په دې موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ وشي. که چېرې طالبان غواړي په واک کې پاتې شي؛ نو د دغه هېواد خلکو ته باید د ژوند کولو عادي شرایط برابر کړي چې دا هم د نړۍوالو له بشري او اقتصادي مرستو پرته شونې نه دي.»

د سیاسي چارو شنوونکی خلیل الله واصل هم په دې هکله وايي:«طالبان وايي چې موږ په خپل سرپرت حکومت کې له ټولو قومونو او ولایتونو په کسان لرو، نو دا ټول ګډونه حکومت دی.»

له دې سره سم، کابل بیا وايي چې، د نړۍوالې ټولنې ټول شرایط یې پوره کړي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«هغه نظام چې اوس رامنځته شوی دی، د تېر حکومت ۵۰۰ زره تنو ته یې په ځان کې ځای ورکړی دی چې د ټول هېواد دي.»

په افغانستان کې د سرپرست حکومت له جوړېدو شاوخوا ۵ میاشتې تېرېږي؛ خو لا تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه