Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جوبایډن د افغانستان د پیسو ازادولو فرمان لاسلیک کړ

د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره ورځ په امریکا کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو په پار یو اجرايي فرمان لاسلیک کړ.

د دغه فرمان پر بنسټ، د افغانستان د ګنګل شویو اوو مېلیارد ډالرو نیمايي پیسې د افغانستان بشري او اقتصادي ستونزو ته د رسېده ګۍ لپاره ځانګړې شوې دي. 

سپینې ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې دغه فرمان د افغانستان د بشري کړکېچ د حل په پار صادر شوی دی.

د دغه فرمان پر بنسټ، امریکا درې اعشاریه پنځه مېلیارد ډالرو ته د لاسرسي زمینه برابروي او ټاکل شوې ده چې دغه پیسې په نېغه توګه په افغانستان کې اړمنو کسانو ته ورسېږي. په هغې خپرپاڼه کې چې د سپیې ماڼۍ له خوا خپره شوې ده راغلي دي:«دا د افغانستان اړمنو خلکو ته د رسېده ګۍ لپاره د پیسو د لېږد په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو یو جدي ګام دی.» 

بلخوا په دغه فرمان کې ویل شوي دي چې درې اعشاریه پنځه مېلیارد ډالره پاتې پیسې په امریکا کې پاتېږي او شونې ده چې د غرامت په توګه د سپټمبر ۱۱ پېښې قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېست په یوه ټویټ کې لیکلي چې په افغانستان کې بشري ناورین ته رسېده ګي نړۍوالې ټولیزې همکارۍ اته اړتیا لري. هغه همدارنګه ویلي دي چې نوی فرمان د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د هڅو یوه برخه ده.

وېسټ همدارنګه په ټویت کې لیکلي:«دا فرمان د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د دغه هېواد د پیسو د یوې سترې برخې د ساتنې لپاره هڅې دي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم ویلي دي چې امریکا د افغانستان د خلکو ترڅنګ درېږي او زیاتوي چې نوی فرمان د افغانستان د خلکو په ملاتړ صادر شوی دی.

د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته، د افغانستان څه باندې ۹ مېلیارد ډالر پیسې په بهرنیو بانکونو کې کنګل شوې چې له دې منځه ۷ مېلیارد ډالر یې په امریکايي بانکونو کې دي.

د دې سربېره چې له دې مخکې اسلامي امارت او ځينو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د دغو پیسو د ازادولو غوښتنه کړې ده، خو امریکا دغه پیسې ازادې نه کړې. اوس د دغو کنګل شویو پیسو یوازې نیمې هغه یې د افغانستان د اقتصادي ستونزو د حل لپاره ځانګړې شوې دي.

په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱ پېښې قربانیانو خپلوانو ته د افغانستان له پیسو د غرامت ورکړې دننه په افغانستان او له افغانستان بهر غبرګونونه پارولي دي.

د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د دغې پرېکړې په غبرګون کې په توېتر کې لیکلي:«د امريکا له خوا دافغان ولس د کنګل شویو پيسو غلا کول، او په خپل سر تصرف پکې کول، د يو هېواد او ملت ترټولو انساني او اخلاقي ټيټوالی ښيي.»

د بشري حقونو د څار بنسټ هم د دغې پرېکړې په غبرګون کې ویلي دي چې له قانوني پلوه دغه پیسې د افغانستان د خلکو دي او زیاته کړې ده چې امریکا د دغو پیسو د تصرف په لټه کې ده. 

د بشري حقونو د څار بنسټ، د دغو پیسو د نیمو ازادولو سربېره، افغانستان کې پر بانکي سیسټم لګول شویو محدودیتونو، افغانستان ته د دغو پیسو لېږد او د هغو لګښت ناشونی کوي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه