Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: د «جنیوا کال» غونډه بریالۍ وه

د افغانستان په تړاو د جینوا غږ یا جینوا کال غونډه د تړلو دروازو تر شا له یوې اوونۍ بحثونو وروسته پای ته ورسېده.

د افغان حکومت پلاوي له دغې غونډې وروسته د څو اروپایي هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو له استازو سره په جلا جلا ډول د هېواد د بشري ناورین د مخنیوي په تړاو خبرې وکړې.
                   
په جینوا غږ غونډه کې د حکومت رییس لیطف الله حکیمي وايي:«تمرکز پر دې و چې دغه مرستې له سیاست لېرې وي او د اړمنو لپاره په خپل وخت ورسېږي. همدارنګه دا چې د هغه اندازه چې مخکې وه باید ډېره شي نه کمه او نه هم وځنډول شي.»

کابل دا غونډه افغانستان ته د نړۍوالو مرستو د جلب او له نړۍ سره د هېواد د تعامل لپاره یو لوی بریالیتوب ګڼي.

 د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«ښه سفر و او لاسته راوړنه یې دا وه چې هغوی چمتووالی وښود چې د افغانستان له روغتیايي سکټور او همدارنګه په بشري او اقتصادي موضوعګانو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.»

په جینوا غږ غونډه کې د افغانستان یوه لس کسیز پلاوي ګډون کړی و.

د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک په دې هکله داسې وايي:«عموماً په دوو برخو ډېر تمرکز شوی دی، لومړی پر بشري مرستو او په ټول کې په روغتیايي برخه کې تفاهم شوی دی چې دغه سازمان له افغانستان سره په بشري برخه کې مرسته کوي.»

په سویس کې دغه غونډه د جینوا غږ د ناحکومتي بنسټ په کوربتوب چې د جګړه ځپلو هېوادونو د ملکي خلکو د ساتنې لپاره کارکوي، جوړه شوې وه.

د جینوا غږ غونډه د ناحکومتي بنسټ په کوربتوب چې د جګړه ځپلو هېوادونو د ملکي خلکو د ساتنې لپاره کارکوي، په سویس کې جوړه شوې وه.

تصویر بندانگشتی

د افغانستان په تړاو د جینوا غږ یا جینوا کال غونډه د تړلو دروازو تر شا له یوې اوونۍ بحثونو وروسته پای ته ورسېده.

د افغان حکومت پلاوي له دغې غونډې وروسته د څو اروپایي هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو له استازو سره په جلا جلا ډول د هېواد د بشري ناورین د مخنیوي په تړاو خبرې وکړې.
                   
په جینوا غږ غونډه کې د حکومت رییس لیطف الله حکیمي وايي:«تمرکز پر دې و چې دغه مرستې له سیاست لېرې وي او د اړمنو لپاره په خپل وخت ورسېږي. همدارنګه دا چې د هغه اندازه چې مخکې وه باید ډېره شي نه کمه او نه هم وځنډول شي.»

کابل دا غونډه افغانستان ته د نړۍوالو مرستو د جلب او له نړۍ سره د هېواد د تعامل لپاره یو لوی بریالیتوب ګڼي.

 د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«ښه سفر و او لاسته راوړنه یې دا وه چې هغوی چمتووالی وښود چې د افغانستان له روغتیايي سکټور او همدارنګه په بشري او اقتصادي موضوعګانو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.»

په جینوا غږ غونډه کې د افغانستان یوه لس کسیز پلاوي ګډون کړی و.

د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک په دې هکله داسې وايي:«عموماً په دوو برخو ډېر تمرکز شوی دی، لومړی پر بشري مرستو او په ټول کې په روغتیايي برخه کې تفاهم شوی دی چې دغه سازمان له افغانستان سره په بشري برخه کې مرسته کوي.»

په سویس کې دغه غونډه د جینوا غږ د ناحکومتي بنسټ په کوربتوب چې د جګړه ځپلو هېوادونو د ملکي خلکو د ساتنې لپاره کارکوي، جوړه شوې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه