Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د محمد خان په کور کې د وسله‌والې نښتې پر مهال دوه کسان وژل شوي

په ملي یووالي حکومت کې د پخواني اجرائیه ریاست مرستیال انجنیر محمد خان په کور کې د وسله‌والې نښتې پر مهال دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د محمد خان د کورنۍ غړي وايي، نامعلومه کسانو د جمعې په شپه د ښاغلي محمد خان پر کور برید وکړ چې په پایله کې یې د هغه زوی او وراره وژل شوي او مېرمن او د تره زوی یې ټپیان دي.

د انجنیر محمد خان زوی احمد‌الله وايي: «تېره شپه (جمعې شپه) یوه نیمه بجه دا پېښه رامنځ‌ته شوه، نامعلومه کسان کور ته راغلل، مور یې راته څلور مرمۍ وویشتله او اوس یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.»

د احد په نوم د انجنیر محمد خان له نږدې خپلوانو یو کس وايي: «زه له شپې تر سهاره ویده نه‌شوم، سهار لمونځ مې کاوه چې راته زنګ راغی، ډېر وحشت‌ناک حالت دی، موږ ان دلته هم ډارېږو.»

د انجنیر محمد خان ورور عبدالمنان وايي: «موږ له اسلامي امارته غواړو چې زموږ قاتلین پیدا کړي او زموږ د شهیدانو پوښتنه وکړئ، تر څو هغه کسانو چې په راتلونکې کې داسې عمل تر سره کوي، عبرت ورته شي.»

ورته مهال، د کابل امنیې قومندانۍ د انجنیر محمد خان پر کور برید ردوي او وايي، دا پېښه د کورنۍ شخړې له کبله رامنځ‌ته شوې ده.

د امنیې قومندانۍ په خبره، امنیتي ځواکونو د دې پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

د کابل امنیې قومندانۍ د انجنیر محمد خان پر کور برید ردوي او وايي، دا پېښه د کورنۍ شخړې له کبله رامنځ‌ته شوې ده.

تصویر بندانگشتی

په ملي یووالي حکومت کې د پخواني اجرائیه ریاست مرستیال انجنیر محمد خان په کور کې د وسله‌والې نښتې پر مهال دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د محمد خان د کورنۍ غړي وايي، نامعلومه کسانو د جمعې په شپه د ښاغلي محمد خان پر کور برید وکړ چې په پایله کې یې د هغه زوی او وراره وژل شوي او مېرمن او د تره زوی یې ټپیان دي.

د انجنیر محمد خان زوی احمد‌الله وايي: «تېره شپه (جمعې شپه) یوه نیمه بجه دا پېښه رامنځ‌ته شوه، نامعلومه کسان کور ته راغلل، مور یې راته څلور مرمۍ وویشتله او اوس یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.»

د احد په نوم د انجنیر محمد خان له نږدې خپلوانو یو کس وايي: «زه له شپې تر سهاره ویده نه‌شوم، سهار لمونځ مې کاوه چې راته زنګ راغی، ډېر وحشت‌ناک حالت دی، موږ ان دلته هم ډارېږو.»

د انجنیر محمد خان ورور عبدالمنان وايي: «موږ له اسلامي امارته غواړو چې زموږ قاتلین پیدا کړي او زموږ د شهیدانو پوښتنه وکړئ، تر څو هغه کسانو چې په راتلونکې کې داسې عمل تر سره کوي، عبرت ورته شي.»

ورته مهال، د کابل امنیې قومندانۍ د انجنیر محمد خان پر کور برید ردوي او وايي، دا پېښه د کورنۍ شخړې له کبله رامنځ‌ته شوې ده.

د امنیې قومندانۍ په خبره، امنیتي ځواکونو د دې پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه