Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کرزی: بایډن دې د کنګل شویو پیسو په اړه پر خپلې پرېکړې غور وکړي

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د افغانستان کنګل شوې پیسې د حکومت نه؛ بلکې د افغانستان د خلکو دي چې باید بېرته هېواد ته راوګرځول شي.

ښاغلي کرزي نن په کابل کې د یوې خبرې ناستې پر مهال د امریکا له ولسمشر جوبایډن وغوښتل چې د سپټمبر پېښې قربانیانو ته د افغانستان له پیسو د غرامت په توګه ورکولو په اړه دې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

نوموړي وویل، باید د افغانستان ټولې پیسې بېرته مرکزي بانک ته راوګرځول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په تازه توګه یو اجرایي فرمان لاس‌لیک کړی چې پر بنسټ به یې یوه برخه د افغانستان له کنګل شویو پیسو د سپټمبر یولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه ورکول کېږي.

کرزي د همدې پرېکړې په غبرګون کې وویل، اسامه بن لادن افغانانو افغانستان ته نه‌؛ بلکې بهرنیانو راوړی دی. د نوموړي په وینا، افغانان په‌خپله د ترهګرۍ قرباني دي او زیاته یې کړه: «د افغانستان خلک د ترهګرۍ قرباني دي او څوک قرباني ته جزا نه ورکوي.»

د کرزي په وینا، اسامه بن له پاکستانه افغانستان ته راغلی وو او بېرته پاکستان ته ستون او ووژل شو، خو نن د هغه د فعالیتونو زیان افغانان پرې کوي.

کرزي همداراز له اسلامي امارته وغوښتل چې مرکزي بانک ته د پیسو راګرځېدو په صورت کې باید دا پیسې مصرف نه‌شي او زیاته یې کړه: «دا پیسې د ورځني مصرف لپاره نه‌دي؛ بلکې د افغانستان پانګه ده چې باید خوندي شي.»

د جوبایډن د پرېکړې پر بنسټ، په امریکا کې د افغانستان له اووه مېلیارډه کنګل شویو ډالرو، ۳٫۵ مېلیارډه یې په افغانستان کې د بشري کړکېچ د کابو کولو او اقتصادي ستونزو لپاره ځانګړې شوي، خو پاتې پیسې د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي.

سپینې ماڼۍ ویلي، ځانګړې شوې پیسې به په مستقیم ډول د افغانستان خلکو ته د لاسرسي وړ وي او اسلامي امارت به ورته لاسرسی ونه‌لري.

د غرامت په توګه د هېواد د پیسو یوې برخې ځانګړي کولو په کور دننه او له هېواده بهر د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د بشر حقونو د څار سازمان ویلي، بایډن په دې پرېکړې سره د پیسو د تر لاسه کولو په لټه کې دی او زیاتوي: «د بشرپاله مرستو لپاره د درې نیم مېلیارډ ډالرو ځانګړي کول، ښايي سخاوت وبرېښي، خو باید هېر نه‌کړو چې ټول اووه مېلیارډ ډالر له قانوني پلوه، د افغانانو ملکیت دی.»

یو امریکايي څېړنکي بارنټ روبېن هم د دې پرېکړې په اړه ویلي: «د نړۍ تر ټولو بډایه هېواد پرېکړه کړې چې د عدالت په نوم د نړۍ تر ټولو بې‌وزله هېواد پیسې غلا کړي. دا د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې پای دی.»

اسلامي امارت د امریکا دا پرېکړه ناعادلانه بللې. د افغانستان بانک په دې اړه په یوې اعلامیه کې ویلي، د افغانستان پانګه کنګلول او یا نااړوندو موخو لپاره دا پیسې ځانګړې کول ناعادلانه پرېکړه ده او زیاتوي، دا ډول پرېکړه ورته د منلو وړ نه ده چې د افغانستان پانګه دې د غرامت او یا د بشرپاله مرستو په نوم نورو ته ځانګړې شي.

حامدکرزي همداراز په نننۍ ناسته کې ټینګار وکړ چې ښوونځي او پوهنتونونه دې ژر تر ژره پرانېستل شي او زیاته یې کړه چې د علم نه‌شتون پرمختګ ته د نه رسېدو اصلي دلیل دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه