د اوبو او انرژي وزارت وايي، د هلمند د اوبو په تړاو د ایران او افغانستان تړون چې په ۱۳۵۱ کال کې لاسلیک شوی وو، ژمن دي. د دې وزارت په وینا، کابل له تهران سره د دې تړون عملي کولو ته چمتو دی.
دې وزارت په یوې خپرې کړې اعلامیه زیاته کړې، اسلامي امارت د ۱۳۵۱ لمریز کال له تړون سره بشپړه هوکړه لري او پلي کولو ته یې چمتو دی.
د دې وزارت په اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت د هلمند سیند د اوبو د حوزې د مدیریت په تړاو له هغه تړون سره چې په ۱۳۶۱ لمریز کال کې د افغانستان او ایران د دولتونو تر منځ د هملند د اوبو په هکله لاسلیک شوی، د هغه ټولو تخنیکي محتویاتو، حقوقي اساساتو او ضمایمو (پروټوکولونو) ته په پام سره هوکړه لري.»
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي په دې اړه وايي: «اسلامي امارت د ۱۳۵۱ تړون ته ژمن دی او هغه څه چې په دې تړون کې یاد شوي، پلي کوي او ورته خپله ژمنتیا ښيي.»
کابل او تهران د هلمند سیند د اوبو د وېش لپاره په ۱۳۵۱ کال کې کله چې موسی شفیق د افغانستان لومړی وزیر و، یو تړون لاسلیک کړ چې پر بنسټ یې باید په کال کې ایران ته د هلمند سیند ۸۱۷ مېلیون مټر مکعبه اوبه ورکړل شي، خو تر دې وړاندې پخوانیو حکومتونو ویلي وو چې هر کال ایران ته تر هوکړې څو برابره ډېرې اوبه بهېږي.
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي په دې اړه وايي: «افغانستان باید له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره نېکې اړیکې ولري، ځکه موږ له دوی سره نوره راکړه-ورکړه هم لرو.»
د اوبو رسونې پخوانی رییس حمیدالله ایلاني وايي: «په وروستیو کې چې کومې ستونزې راپورته شوي، زما په اند په ټولیز ډول یې باید په اړه عمومي نظر واخیستل شي، ځکه دا به له ګټو خالي نهوي او دا تړون نور هم د اوږد مهال لپاره ټینګوي.»
د پوهنتون استاد او د اوبو مسایلو څېړونکې نجیب اقا فهیم وايي: «په تړون کې وړاندوینه شوې چې د ایران دولت کولای شي له ځانګړیو سرچینو اوبه واخلي، په داسې حال کې چې ایران اوسمهال هم له بېلابېلو سرچینو اوبه اخلي.»
د وروستیو کلونو پر مهال په افغانستان کې د هلمند سیند په اوږدو کې د برښنا او اوبو څو بندونه جوړ شوي. یو له دې بندونو د کمال خان بند دی چې د تېر حکومت له لوري یې پرانیسته شوې وه.
بلپلو د نیمروز ولایت اوسېدونکي وايي، دوی اوس ډېرو اوبو ته اړتیا لري او له اسلامي امارته غواړي چې په وړیا ډول ایران ته اوبه ورنهکړي.
د نیمروز ولایت یو اوسېدونکی وايي: «همغه ډول چې موږ یو لېټر تېل له سلو بدمرغیو سره له هغې غاړې راوړو، باید د اوبو په بدل کې موږ ته تېل راکړل شي.»
تر دې وړاندې د ایران د سېستان و بلوچستان یو شمېر اوسېدونکو خپلو سیمو ته د هلمند سیند د اوبو د ورپرېښودو غوښتنه کړې وه.