Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د څلورو معترضو مېرمنو خلاصون؛ خو ادعا لري چې تر فشار لاندې دي

د څلورو معترضو مېرمنو خپلوان له بنده د دوی د خلاصون پخلی کوي؛ خو له هغه څه چې تر فشار لاندې نیول ښيي، شکایت لري.

پروانه ابراهیم خېل، تمنا پریاني، زهرا محمدي او مرسل هغه څلور معترضې مېرمنې دي چې، د نږدې څلورو اوونیو په لړ کې په جلا جلا توګه په کابل کې نیول شوې وې؛ خو بالاخره ټولې آزادې کړل شوې.

خو د دغو څلورو معترضو ښځو خپل خپلوان ادعا کوي چې، دغه آزادې شوې ښځې د فشار له امله حاضرې نه دي چې، د خپلې نیونې په تړاو جزییات له رسنیو سره شریکې کړي.

د عدالت غوښتونکو مېرمنو د غورځنګ غړې نازدانه وايي:«دا یو ښه خبر و چې له څو اوونیو وروسته خبر شوو، هغه نجونې چې د طالبانو په بند کې وې ازادې شوې او دا مېرمنې دې ته هیله منې کوي چې طالبان د ښځو په تړاو خپلې ژمنې عملي کوي.»

د یوې ازادې شوې مېرمن له خپلوانو محصومه هم څرګندوي:«زموږ دغه همکارانې په داسې حال کې ازادېږي چې طالبانو په ځلونو د هغوی له نیولو انکار کړی وو، دا وضعیت موږ تر کله وزغموو، بس ده باید دغه وضعیت ته د پای ټکی کېښودل شي.»

د دغو ښځو آزادېدل د ملګرو ملتونو له هرکلي سره مخ شوي او د دغه سازمان د ښځو څانګه په یوې اعلامیه کې وايي:«افغان ښځې د خپلو حقونو لپاره د مبارزې په برخه کې ډېره اوږده مخینه لري او په ډېریو حالاتو کې له ګڼو خنډونو سره مخ شوې دي. د ښځو له حقونو د دفاع مسوولیت نه ښايي چې، یوازې د افغان ښځو پر اوږو وي؛ بلکې دا زموږ د ټولو ګډ نړۍوال مسوولیت دی.»

خو اسلامي امارت د دغې ادعا په ځواب کې وايي چې د حقیقت موندنې لپاره څېړنې روانې دي او وروستۍ شوې نه دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې هکله وايي:«دا موضوع موږ ته نه ده رسېدلې او موږ کولای شو چې د هغه په هکله څه ووایوو ځکه چې د معلوماتو په لټه کې یوو نه شوو کولای چې تایید یې کړو.»

له بل لوري یو شمېر ښځې ادعا لري چې، تېره شپه د مدینې او مرجان په نومونو دوه نورې معترضې په کابل کې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او نامعلوم ځای ته بیول شوې دي.

د ښځو د حقونو فعالې نویدې خراساني وویل:«مدینه او مرجان تېره شپه او مدینه له خپلو دوو ماشومانو سره نیول شوې ده او نامعلوم ځای ته بیول شوې ده او دا د اندېښنې ځای دی. موږ نه پوهېږو چې دغه نجونې به ترکله د طالبانو په بند کې پاتې وي.»

امنیتي بنسټونو لا تر اوسه په دې تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

بل لوري یو شمېر ښځې ادعا لري چې، تېره شپه د مدینې او مرجان په نومونو دوه نورې معترضې په کابل کې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او نامعلوم ځای ته بیول شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه