Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو شپږو میاشتو کې د لسګونو راډیوګانو تړل کېدل

د فبرورۍ ۱۳ مه نېټه د راډیو له نړۍوالې ورځې سره سمون لري. د هغو شمېرو پر بنسټ چې د راډیو د نړۍوالې ورځې په مناسبت خپرې شوې دي، په تېرو شپږو میاشتو کې هېواد کې په لسګونه راډیوګانې تړل شوې دي.

افغانستان کې د خبریالانو او ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټونه، د سیاسي فشارونو سربېره مالي ستونزې د دغو راډیوګانو د تړل کېدو له اصلي لاملونو یادوي.
  
په نړۍ کې د اړیکو او اطلاع رسونې په برخو کې له زیاتو وسایلو سره سره، راډیو لا هم خلکو او په ځانګړې توګه په لرو پرتو سیمو کې د اطلاعاتو د رسونې لپاره تر ټولو مهمه وسیله ګڼل کېږي.

د میدان وردګو اوسېدونکی منګل وايي:«موږ له راډیو ډېرې خاطرې لرو، یو وخت د راډيو پر اورېدو بندیز لګېدلی و بیا موږ په پیره راډیوګانو کې خبرونه اورېدل.»

د میدان وردګو بل اوسېدونکی عبدالسلیم هم څرګندوي:«تېرو وختونو کې چې زه ډېر کوچنی وم زموږ کلي ته یې راډیو راوړې وه کله موږ چې خبرونه اورېدل، فکر مو کوو چې د راډیو په منځ کې حتماً څوک دی چې خبرې کوي.»

خو د تېر حکومت له رانسکورېدو او وروستیو تحولاتو سره د نورو ټولیزو رسنیو تر څنګ د راډيويي چینلونو فعالیتونه هم اغېزمن شول.
جهان راډیو یوه له هغو راډيويي چینلونو ده چې، له شپږو میاشتو راهیسې یې خپرونې په ټپه درېدلې دي.

د جهان راډیو ټلوېزیون مسوول مصور راسخ څرګندوي:«اوو میاشتې کېږي چې جهان راډیو ټلوېزیون د اقتصادي ستونزو له امله نشرات یې په ټپه درېدلي دي.»

د زمزمې راډیو مسوول شفیع الله عزیزي هم وايي:«په افغانستان کې زموږ اویا سلنه راډیوګانې ګل دي یوازینی علت یې د نشراتي منځپانګو نشتون، اقتصادي ستونزې او تر څنګ یې حکومت هم د دې هیله لري چې راډیوګانې ژر تر ژره خپل مالیات تصفیه کړي.»

ورته مهال د ریحان ټلوېزیون مسووله کامله سحر هم زیاتوي:«موږ په بدخشان او کندوز کې دوه رسنۍ لرو خو د دواړو فعالیتونه په ټپه درېدلي دي او خپرونې نه لري ځکه چې زموږ له ډېرو اقتصادي ستونزو او همدارنګه معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ یوو.»

د ورکړ شویو معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې د تېر نظام له رانسکورېدو وروسته، د ۸۶ راډيويي چینلونو په ګډون څه باندې ۳۰۰ ټولیزې رسنۍ له فعالیته لوېدلې دي.

د خبریالانو د فډراسیون مشر حجت الله مجددي وویل:«زموږ موندنې ښيي که چېرې نړۍواله ټولنه په اقتصادي برخه کې له رسنیو سره همکاري ونه کړي تر راتلوونکو شپږو میاشتې ډېری دغه راډیوګانې به هم وتړل شي چې دا په هېواد کې د رسنیو ناورین ښيي.»

د ویلو ده چې، د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۶ زیږیز کال کې د شاه امان الله خان په دوره کې په کابل ښار کې یوه راډيو فعاله شوه. دغه راډیو د راډيو کابل په نامه یادېده او خپرونې یې هم یوازې په کابل کې اورېدل کېدې. چې وروسته یې نشرات پراخ شول او د افغانستان راډيو په نامه یادېده چې د لنډو او منځنیو څپو له لارې په ټول هېواد کې یې خپرونې لرلې. خو په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د اف - اېم راډیوګانو شمېر د ۲۰۰ له پولې واوښت؛ خو دغه بهیر یوځل بیا په نزولي مسیر روان دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه